The news is by your side.

اندرابي: د نننیو بریدونو اصلي عاملین طالبان دي

خبریال وېب پاڼه/ د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي، وايي د ننګرهار، کابل او یو شمېر نورو ولایتونو نننیو خونړیو بریدونو ته چې ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتي طالبانو زمینه برابره کړې او هغوی یې عاملین دي.

د مسعود اندرابي په وینا طالبانو د قطر هوکړې خلاف اقدامات پیل کړي او دغه ډله سولې پروسې ته لوی خنډ دی.

اندرابي زیاته کړه، طالبانو د تېرو کلونو په پرتله سږ کال بریدونه څو چنده زیات کړي؛ خو رسنیز کوي یې نه.

نوموړي څرګنده کړې، چې طالبانو له امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی دی او اوس په عامه ځایونو بریدونه کوي.

په ورته وخت ولسمشر غني وايي د هېواد امنیتي ځواکونو ته امر کوم چې د دفاعي حالت پر ځای تعرضي حالت خپل کړي.

طالبانو د اوربند غوښتنې په ردولو سره خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او له جنګ او انسان وژنې یې لاس نه‌ دی اخیستی.

غني وایي، د هېواد امنیتي ځواکونو ته امر کوم چې د دفاعي حالت پر ځای تعرضي حالت خپل کړي.

ولسمشر یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې د پردیو په لمسول له افغان وژنې لاس واخلي او د افغانانو د اوربند غوښتنې ته مثبت ځواب ووایي.

په ورته مهال طالبانو د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې په جنازه برید غندلی او خپل لاس لرل یې په کې رد کړي دي.

خو ډېر کله د داسې خونړیو بریدونو تر شا هم د طالبانو لاس بیا راوځي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.