The news is by your side.

ملایعقوب : طالبان دي ځانونه خوندي ‌کړي ‌

خبریال ویب پاڼه – داشرف غني له لوري‌ افغان پوځ ته د بریدګرو عملیاتو د امرورکولو سره هم مهاله د کوټې شورا د طالبانو نظامي مسئول ملا یعقوب په به یوه ناببره امر کې په جګړه کې ښکیلو طالب قواندانانو ته ویلي چې د مبایل تلیفون له کارولو دي‌ ډډه وکړي ‌او ځانونه دي خوندي‌ کړي .

هم داشیبه د طالبانو د کوټي شورا یوه غړي خبریال ویب پانې ته وویل چې ملا یعقوب په شفاهي ډول دا امر ورکړ .

که څه هم تر اوسه طالبانو رسمآ دې موضوع ته غبرګون نه دی ښودلی خو د ولسمشر غني‌ تر وینا وروسته یې په ناببره توګه د خپلو وسله والو د خوندي‌ توب هڅه پیل کړې ده .

د کوټې شورا دا غړی وايي چې وسله وال طالبان د افغانستان ددفاع وزارت نه ځکه ویره لري‌چې ددفاع وزیر اسدالله خالد له یوې خو د طالبانو کلک مخالف او له بله لوري‌ د امریکا يي ‌نظامیانو ډېر نېژدې ملګری دی .

سرچینه وايي چې طالب مشران وېره لري‌ چې امریکایي‌ پوځیان به یې دافغان ځواکونو په پلمه په نښه کړي‌.‌

دافغانستان ددفاع وزیر اسدالله خالد بیا بیا ویلي چې افغان امنیتي ځواکونهله چا سره شخصي شخړه او ستونزه نه لري‌؛ خو د خلکو او هیواد ددفاع په خاطر پر طالبانو هر ډول ګوزار کولای شي‌.

اسدالله خالد په طالبانو کې د یوه ظالم طالب دښمنې څېرې په نوم پېژندل شوی ؛ او دوی داسي‌انګیري‌چې دا وزیر یې خلاف هر څومره قوت کارولای شي‌. 

نن ماښام دافغانستان دپوځ اعلی سرقوماندان اشرف غني‌پوځ او ټولو امنیتي‌ارګانونو ته امر وکړ چې نور پر طالبانو بریدګر عملیات پیل کړي .

تر دم ګړیه افغان امنیتي ‌ځواکونه په دفاعي‌ حالت کې وو او د حکومت پرېکړه وه چې د سولي‌ د خبرو په موخه پر طالبانو بریدونه ونه کړي .

نن د سه  شنبې ماښام په یوه ویډيویي وینا کې افغان وسلوالو ځواکونوته امر کړی چې له دفاعي حالته راووځي او د “دوښمن” پر ضد خپل پوځي عملیات یو ځل بیا پیل کړي. ولسمشر غني دا امر په کابل، ننګرهار او لغمان کې له خونړیو بریدونو وروسته کړی دی.

مه کېده چې له طالبانو سره د امریکا د سولې له تړون وروسته په افغانستان کې خشونت کم شي، خو لا هم ځانمرګي او وسله وال بریدونه روان دي.

   

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance