The news is by your side.

کورني تاوتریخوالي اغېزمنو شویو کورنیو سره مهرباني مهمه ده

خبریال وېب پاڼه/ د یوناما د ملاتړ او همکارۍ پر مټ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د راډیو ګانو له لارې د کرونا سره هم مهاله د کورني تاوتریخوالي اړوند پروګرامونه خپاره شول.

د دغې پروګرامونو ګډونوالو د کرونا ویروس یا کوویډ١٩ ناروغۍ سره هم مهاله له کورني تاوتریخوالي اغېزمنو شویو کورنیو سره مهرباني او همغاړیتوب ډېر مهم وبللو.

په یادو پروګرامونو کې کارپوهانو او د راډیو ګانو کوربنو د اورېدونکو هغه پوښتنې مطرح کړې چې د کرونا سره هم مهاله پر کورني تاوتریخوالي څنګه لاس بري کېدای شي.

د خپرونو په بحثونو کې د یو شمېر ولایتونو د ښځو چارو رییسانې د کرونا سره هم مهاله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدل مني او زیاتوي چې تر دوی شکایتونه هم ورسېدلي، دا چې د قرنطین په موده کې به یو شمېر بې وزله کورنۍ له اقتصادي ستونزو او مالي بد حالۍ سره مخ وي، نو کېدای شي خپلو ستونزو ته په کتو په کورنۍ کې تاوتریخوالی رامنځته شي او په ځانګړې توګه خپله غوسه د کور پر مېرمنو او ماشومانو سړه کړي.

دوی پر نارینو او ښځینوو غږ کوي، چې حوصله دې وکړي، یو بل ته دې پاملرنه وکړي او راتلونکي ته دې هیله مند اوسي.

یوناما په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې افغانستان د ښځو د حقونو د را ښه کېدو په برخه کې د یو لړ قوانینو په ګډون په نورو برخو کې هم ګامونه پورته کړي، خو باید ډېر کار وشي، ځکه افغان مېرمنې لا هم له تاوتریخوالي او تبعیضي چلند سره مخ دي.

بنسټیز خنډونه لکه بې وزلي، بې سېوادي، ناوړه دودونه، نابرابري، او افراطیت شته چې مېرمنې او نجونې یې او په ځانګړې توګه په لېرې پرتو کلیوالو سیمو کې له تاوتریخوالي او تبعیض سره مخامخ کړي دي.

ملګري ملتونو وایي، د مېرمنو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي پای ته رسولو لپاره د ټولو خواوو هڅو ته اړتیا ده، چې د عمل سره سره باید په کور، ټولنه، کار ځای او ټولنیز چاپېریال کې یې هم پر وړاندې غږ پورته شي.

د کرونا ویروس خپرېدو سره په ولایتونو، مرکزونو او لېرې پرتو سیمو کې یې د ښځو پر وړاندې کورنی تاوتریخوالی پورته شوی دی او له مرکزي حکومت لېرې په کلیوالو سیمو کې بیا د مېرمنو او نجونو وضعیت لا ډېر خراب دی.

د یوناما په ملاتړ د راډیو ګانو له لارې یاد پروګرامونه په ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، پکتیکا، کندهار، هلمند، نیمروز، غزني، بغلان، تخار او بدخشان کې خپاره شول چې دا چاره به د هېواد په ټولو ولایتونو کې ترسره شي.

دا پرګرامونه د همګارو راډیو ګانو له لارې خواله رسنیو ته هم پراخ شوي، تر خپل اورېدونکي وهڅوي چې د کرونا ویروس په لړ کورنیو ته پر مهمو موضوعاتو بحث وکړي.

یوناما په خپره کړې اعلامیه کې وړاندې زیاته کړې، چې دوی له دیني علماؤو، ځوانانو، ښځو او د سیمه اییزو رسنیو او ورته بنسټونو په همکاریو غواړي، چې راډیو، ټلوېزیون او خواله رسنۍ داسې اغېزمنې وکارول شي، چې افغانان په داسې بحثونو کې ورښکېل شي چې په سیمه اییزه کچه اغېز ولري.

یوناما د سیاسي استازیتوب په توګه د افغان حکومت او افغانانو ملاتړ کوي، تر څو سولې او ټولنیز ټېکاو ته ورسیږي، د شخړو د مخنیوي، ټولنیز یووالي او د سیمه اییزو همکاریو د پیاوړتیا ملاتړ کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance