The news is by your side.

د ایران پر پوله مسافرو باندې د جنایت پلټنې نن پیلېږي

خبریال وېب پاڼه/د بهرنیو چارو وزارت په خپل نوي بیان کې ویلي چې نن چهارشنبه به په هریرود سیند کې د ډوب کړل شویو مسافرو په پېښه د افغان او ایراني پلاوي ګډې پلټنې پیل شي.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وایي چې نن چهارشنبه د روانې مې میاشتې ۱۳ مه نېټه به د افغان او ایراني پلاوي لخوا د مسافرو د شکنجې او بیا په سیند کې د لاهو کولو قضیې د پلټنې چارې پیل شي.

څه د پاسه یوه اونۍ وړاندې د ایران د پوله ساتو ځواکونو لخوا له هرات څخه د ذوافقار له لارې په قاچاقي توګه تلونکي افغان مسافر له نیولو وروسته لومړی شکنجه  شوي او بیا په هریردو سیند کې لاهو کړل شوي وو.

په دغه پېښه کې شاوخوا ۴۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی ؤ او یوازې ۱۲ کسانو د لامبو په مرسته ځانونه ژغورلي وو.

دغې خونړۍ پېښې په کور د ننه او بهر توند غبرګونونه را وپارول چې افغان حکومت یې د جدي پلټنو ژمنه وکړه. هخوا امریکا او یو شمېر نورو غربي هېوادونو هم د دغې پېښې له غندنې سربېره پر افغان حکومت غږ وکړ چې دغه پېښه جدي توګه له ایراني لوري سره وڅېړي او مجرمینو ته سزا ورکړي.

د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې نن به د افغانستان او ایران سرحدي کمیساري د ۱۳۳۵ کال د تړون له مخې پر ګډه پوله د شوې پېښې پلټنه کوي. د سرچینې په وینا د دواړو هېوادونو استازي به د پېښې سیمې ته ورځي او هڅه به وشي چې د پېښې په هکه هر اړخیز معلومات را ټول کړي.

تر دې وړاندې که څه هم ایراني چارواکو دغه پېښه رد کړې وه او دا یې د نړیوالو لخوا د دوی پر وړاندې یوه دسیسه بللې وه خو له افغان لوري سره یې ژمنه وکړه چې یاده شوې قضیه به په ګډه ورسره څېړي.

د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وایي چې د دې کار موخه د عدالت تأمینول دي او هڅه کېږي چې مجرمینو ته سزا ورکړل شي.

ایراني سرحدي ځواکونو څه د پاسه یوه اونۍ وړاندې د افغان مسافرو یوه پنځوس کسیزه ډله لومړی شکنجه کړې او بیا یې په سیند کې لاهو کړي وو چې شاوخوا ۳۹ کسان پکې شهیدان شوي وو او ۱۲ کسانو ځانونه ژغورلي وو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.