چین: افغانستان کې باید ټول ګډونه حکومت رامنځته شي
خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان سیاسي اختلافونو ژر تر ژر حل په اړه د چین غوښتنه!
د چین بهرنیو چارو وزارت وايي سیاسي مشران باید د افغانستان خلکو لپاره یو پراخه ټول ګډونه حکومت رامنځ ته کړي.
چین هیله څرګنده کړې ده چې د افغانستان کې سیاسي اختلافونه ژر تر ژره حل شي او د یوه پراخه جوړښت لرونکي حکومت چې د افغانستان ټولې برخې په کې شاملې وي واوسي.
د چین بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مشرانو څخه غوښتنه کړې ده چې د افغانستان خلکو هغه غوښتنه چې په هېواد کې سوله ټینګه شي لومړیتوب ورکړي او یو پراخه ټول ګډونه حکومت رامنځ ته کړي تر څو پورې د کرونا پر وړاندې سمه مبارزه ترسره شي او همدارنګه سولې او پخلاینې له پاره هم زمینه برابره شي.
چین هیله لري چې افغانستان کې سیاسي ګوندونه د افغانستان ښاریانو غوښتنو ته لومړیتوب ورکړي او یو پراخه ټول ګډونه حکومت رامنځ ته شي تر څو په دې کرونايي وضعیت کې ورسره مبارزه ترسره شي او د سولې او پخلاینې له پاره زمینه برابره شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.