The news is by your side.

١١٣ کلنه ښځه څنګه له کرونا روغه شوه؟

خبریال وېب پاڼه/ ماریا برنیاس د ۱۱۳ کلنې هسپانوۍ مېرمن کورونا ناروغۍ ته ماتې ورکړه.

هغه په ​​هسپانیه کې تر ټولو د ډېر عمر لرونکې ښځه ده او د متقاعدینو لپاره په زوړ عمر کور کې ژوند کوي.

د فرانسې خبري اژانس ‘اے اېف پي’ په وینا، ماریا برنیاس په متحده ایالاتو کې زېږېدلې مګر له تېرو ٢٠ کلونو راهیسې د هسپانیا په ختیځ ښار اولوټ کې په خپل پلرني په کور کې ژوند کوي.

ماریا تېره میاشت د کورونا په ناروغۍ اخته شوې وه.

هغوی چې د ډېر عمر خاوندان دي، له دغې ناروغۍ مړه شوي خو دا په هسپانیا کې لومړی ځل دی چې يوه د لوړ عمر لرونکي مېرمن د کورونا ویروس له ناروغۍ څخه رغیږي.

پر کورونا ویرس اخته کېدو وروسته، ماریا په خورا جلا خونه کې ژوند وکړ او په پای کې یې د ناروغۍ پر وړاندې جګړه وګټله.

که مو په یاد وي، هسپانیې د نورو اروپایي هېوادونو په پرتله پر کورونا ویروس ډېر اخته کسان درلودل او ډېرو لوړ عمر لرونکو کسانو په کې خپل ژوند هم له لاسه ورکړی وو.

د هسپانیې پخوانۍ مېرمن په توګه، ماریا د مطبوعاتو او ټلوېزیون پام ځانته راوګرځاوه او په هسپانیا کې تر ټولو بختوره ښځه ګڼل کیږي چې د ۱۱۳ کلنۍ په عمر کې له کورونا سره په مبارزه کې بریالۍ شوه.

ماریا په کال ۱۹۰۷ز کې په مارچ مياشت کې د امریکا په سان فرانسيسکو کې زېږېدلې، په داسې حال کې چې د نوموړې پلارنی ټاټوبی د هسپانیه هېواد دی.

ویل کیږی هغه د لومړۍ نړیوالې جګړې په جریان کې د خپل پلار او کورنۍ د غړو سره په کښتۍ کې هسپانيې ته راغلې وه.

له کورونا ناروغۍ رغېدل هم بخت غواړي، که څه هم ویل کیږي، چې د ډېر عمر لرونکو کسانو ژوند تر ډېره د مرګ له ګواښ سره مخ کوي، خو په ځینو هېوادونو کې بیا د لوړ عمر لرونکو کسانو بخت ډېر ښه دی چې ژوند ورسره یاري وکړه او بېرته ورغېدل.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.