The news is by your side.

داوړ؛ پاکستان به له خلیلزاد سره د لیدنې تفصیل وړاندې کړي؟

خبریال وېب پاڼه/ د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي او د پاکستان د قومي اسامبلي غړي محسن داوړ د پاکستان له څارګرې ادارې څخه د پوښتنې په بڼه غوښتي چې د خلیلزاد د پټې لیدنې جزیات دې وړاندې کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشرتابه غړي محسن داوړ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې آیا له جنرال قمر باجوه سره د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د لیدنې وروستي جزیات به خپاره نه شي کوم چې په دغه پټه لیدنه کې وویل شول.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر باجوه سره په پټه لیدنه کړې ده او دا چې څه یې په کې ویلي او په کومو موضوعاتو خبرې شوې دي، هېڅ جزیات یې خپاره شوي نه دي.

ویل کېږي په دغه لیدنه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او بل هېڅوک نه وو او د دواړو لوریو تر منځ مخ په مخ لیدنه شوې ده. دا چې د پښتون ژغورنې غورځنک دغه مخکښ غړي د دغې لیدنې د تفصیل کنایوي غوښتنه کوي، په ښکاره یې اظهار کړې نه ده خو موخه یې په افغانستان او سیمه کې د پاکستان د څارګرې ادارې شومو موخو ته دی چې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته ترهګر روزي او افغانستان په دې وروستیو کې د سولې په نوم له یو خورا سخت حالت څخه تېرېږي.

پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ لوی تمویلوونکي هېواد دی او د شنونکو په آند اوس وېره دا ده چې امریکا یې دغې لوبې ته نور هم را ګرم نه کړي ځکه په افغان سوله کې د امریکا پر نیت باندې اندېښنې زیاتې شوې دي.

شاوخوا دوې میاشتې کېږي چې له طالب اورپکو سره یې د سولې تړون لاسلیک کړی او د دواړو لوریو تر منځ تاوتریخوالی صفر شوی خو د افغان ځواکونو او ملکي وګړو پر وړاندې د دغې اورپکې ډلې بریدونو د تېر په پرتله زور موندلی دی.

د امریکا ولسمشر ټرمپ هم په خپلو وروستیو څرګندونو کې ځینې داسې خبرې کړې دي چې د کارپوهانو اندېښنې یې را پارولې دي. نوموړي ویلي چې نور دې افغان مشران په خپله سره جوړ شي او د دوی مسؤلیت په دغه هېواد کې پای ته رسېدلی دی. ټرمپ همداراز ویلي چې د دوی ځواکونه په افغانستان کې د پولیسو دنده مخته نه شي وړلی او دا خپله د افغان حکومت کار دی چې خپلې ستونزې حل کړي.

ښاغلی محسن داوړ وروسته له هغه دا خبرې کوي چې وړمه ورځ یې په افغنستان کې د وروستیو خونړیو پېښو په تړاو د یو ټویټ له لارې پر افغانانو هم د طالب اورپکو پر وړاندې د یووالي غږ کړی ؤ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.