ټرمپ : افغانان دي خپله خپل هیواد وساتي
خبریال ویب پاڼه – ولسمر ډونالډ ټرامپ د افغانستان ناامنیو او جګړې په اړه د امریکا متحده ایالت رول څرنګوالي په تړاو ویلي دي چې امریکا د افغانستان سړکونو او سرو څراغونو د څارنې مسوولیت نه لري او ددې هېواد امنیتی او دفاعي ځواکونه باید وکولای شي چې د خپل هېواد امنیت په خپله خوندي کړي.
ټرامپ یو ځل بیا د خپل هېواد امنیتي ځواکونو په پياوړتیا ټینګار سره ویلي دي چې امریکا اوس مهال قوي او پياوړې پوځ لري او په هغه کلونو چې دې ځواکونو افغانستان کې پوځي حضور درلود امریکايي ځواکونو جګړه نه ده کړې بلکې د پولیسو رول یې لوبولی دی.
ټرامپ وايي موږ له کلنو راپدیخوا افغانستان کې پوځي حضور لرو خو د پولیسو رول مو ادا کړی. موږ قوي او پياوړې اردو په اختیار کې لرو موږ په افغانستان کې جنګیدلي نه یو بل خوا دا افغانستان امنتي ځواکونو مسوولیت دی چې له ښاریانو او خپل هېواد څخه دفاع وکړي دوی باید د خپل هېواد د ساتلو وړتیا ولري موږ هلته ځواکونه لرو خو نه شي کولای چې ددې هېواد سړکونو څخه ساتنه وکړي او سره څراغونو څخه څارنه وکړي له موږ څخه نباید داسې هیله هم وشي ؛ د افغانستان دولت باید د ځینو مسایلو توانايي ولري.
ورته مهال د روسیې بهرنیو چارو وزیر وايي چې دطالبانو په وړاندې ببریدونه او د زندانیانو آزادۍ بهیر دریدل د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک له ګواښ سره مخ کوي.
سرګۍ لاووروف وايي چې مسکو د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې نه عملي کیدو څخه ناخوښي څرګندوي او هېواد یې چمتو ده چې د امریکااو طالبانو ددې هوکړې نورو ګامونو پورته کیدو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.
که څه هم افغان حکومت تر دم ګړیه په خپله کورنۍ او بهرنۍ پالیسي کې ناکام برېښي ؛ خو هڅه یې پیل کړې چې له دې حالت نه هیواد وباسي .
کار پوهان په دې باور دي چې د ولسشر ټرمپ وروستۍ څرګندونې په دې معنا دي چې نور ه دامریکا دلچسپي په افغانستان کې مخ په ختمېدو ده او بل لورته د روسیې له څرګندونو برېښي چې روسان یوځل بیا دافغانستان کړکیچ ته د رادانګلو په موخه زړه ښکوي .
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.