The news is by your side.

نجیبه فیض اعتکاف ته ملا وتړله، هېواد ته دوعاء کوي

خبریال وېب پاڼه/وتلې اداکاره او مشهوره خپرونه چلوونکې نجیبه فیض په اعتکاف کې کېني او هېواد ته د خیر دوعاء کوي.

د هېواد وتلې اداکارې او د مشهورو خپرونو چلوونکې نجیبه فیض وړمه ورځ په خپل فېسبوک دوه دقیقه یي ویډیو خپره کړه چې په کې یې ویلي دي د روژې وروستۍ لس ورځې چې له همدې نن څخه پیل شوې دي، په اعتکاف کې تېروي او هېواد ته د خیر ښېګڼې دوعا ګانې کوي.

نوموړې په دغه ویډیو کې د خوښۍ اظهار کړی دی او زیاتوي چې دا یې د ژوند لومړنۍ او تر ټولو خوږه خاطره ده چې پوره لس ورځې به یې یوازې د ذوالجلال رب سره اړیکه وي.

د اسلام په سپېڅلي دين کې د روژې لس وروستۍ ورځې په اعتکاف کې کېناستل زموږ د مبارک دین یوه شیرنه او خوندوره برخه ده چې ډېری مسلمانان یې پر ځای کوي. د اسلام مبارک دین د ارشاداتو له مخې په دغو لسو ورځو کې به اعتکاف کوونکی/ې له هېچا سره خبرې نه کوي او ټوله اړیکه به یې د آسمانونو اله مالک سره وي.

په دغه بهیر کې تول هغه ورځني فعالیتونه چې موږ یې په عادي ورځو کې ترسره کوو لکه د بېلګې په ډول، دندې ته تلل، فېسبوک او ټولنیزې رسنۍ کتل، شاعري کول او نور هغه کړه وړه چې کول یې له الله ج سره د اړیکې نیولو ښکارندویي نه کوي، نه ترسره کوو او د خلکو پر وړاندې د یو ګونګي په توګه خپل ژوند مخته وړو.

نجیبه فیض په خپل ویډیویي پیغام کې خلکو ته د روژې میاشتې نېکې پېرزوینې وړاندې کړې دي. نوموړې زیاتوي چې ډېری دوستانو را ته وویل چې دا کار سخت دی ځکه له هېچا سره به اړیکه و نه لري خو نجیبه وایي چې زه به مې له خدای ج سره په اړیکه کې وم.

دغه وتلې اداکاره او مشهوره ویانده وایي چې د نوموړې د فېسبوک او انسټاګرام ځینې پاڼې له نورو کسانو سره دي او زیاتوي چې که خپرونې په کې کېږي، هغه به دا نه وي.

نجیبه فیض په خپلو مینوالو هم غږ کوي چې د هېواد او وطنوالو لپاره د خیر دوعا وکړي او دغه مبارکه میاشت د لوی څښتن تعالی په عبادتونو تېره کړي. نوموړې له یو خصوصي تلویزیون سره د یوې مشهورې خپرونې انانسري کوي چې زیات لیدونکي هم لري.

په افغانستان کې دا لومړنی ځل دی چې یوه مشهوره هنرمنده په اعتکاف کې ناستی تجربه کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.