The news is by your side.

په تورخم کې د تګ راتګ نوې آسانتیاوې

خبریال وېب پاڼه/افغان او پاکستاني لوري د ستونزو د حل لپاره په تورخم کې د خلکو او سوداګریزو توکو د تګ را تګ لپاره نوې آسانتیاوې را منځته کړې دي.

د معلوماتو له مخې وروسته له دې به د تورخم په لاره هره شنبه په افغانستان کې بند پاتې پاکستانیان او په پاکستان او کوزه پښتونخوا کې بند پاتې افغانان هېواد ته را ستنېږي. همداراز په دغه لار به هره ورځ د خوراکي او سوداګریزو توکو ۱۵۰ موټر هېواد ته را پرېښودل کېږي.

تر دې وړاندې په دغه لار ډېری ستونزې وې چې نه یوازې خلکو ورباندې تګ راتک نشوای کولی، بلکې سوداګریزو موټرو باندې هم محدودیتونه زیات وو چې هره وځ به یوازې سلو موټرو ته اجازه ورکول کېده او پاکستاني لوري سوداګریزې تعرفې هم زیاتې کړې وې چې د تورخم دروازې هخوا له بند پاتې د افغان سوداګرو له زرګونه موټرو څخه یې ملیونونه ګټه ترلاسه کړه او دلته په هېواد کې د ننه د لومړنیو او خوراکي توکو بیې په کم سارې توګه لوړې شوې.

اصتصادي شنونکي په دې باور دي چې پاکستان په هر جالت کې له افغاستان نه د خپل اقتصادي سپر په توګه ګټه پورته کوي. ویل کېږي په پاکستان کې له شاوخوا ۱۰ زرو بند پاتې سوداګریزو موټرو څخه هم دغه هېواد په ملیونونه ډالره ګټه ترلاسه کړه خو افغان حکومت لا هم توانېدلی نه دی چې له دغو ستونزو پرده پورته کړي او د دواړو هېوادونو تر منځ په سوداګریزو تړونونو باندې بیا کتنه وکړي.

افغانستان له پاکستان څخه لویه برخه خوراکي توکي را واردوي چې وخت ناوخت ورته ستونزې او خنډونه هم جوړوي. افغانستان اوس مهال معادل هېوادونه او لارې هم لري خو تر اوسه حکومت توانېدلي نه دي چې د پاکستان د سوداګریزو ناندریو مخه پرې ډب کړي.

ویل کېږي له پاکستان څخه د بند پاتې سوداګریزو توکو په را واردولو کې به په نسبي توګه چټکوالی راشي او ژر به هېواد ته را وراد شي.

افغان سوداګر وایي چې په پاکستان کې بند پاتې سوداګریزو کانټینرو ورته ملیونونه افغانۍ زیان اړولی دی او زیاتوي چې باید دواړه حکومتونه په دې برخه کې د سوداګریزو توکو پر تګ راتګ کې آسانتیاوې راولي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.