The news is by your side.

ایا غواړې ستر انسان شې ؟‌

خبریال ویب پاڼه – طفا دا مه راته وايه چې سخت بوخت يم او دورځې ۶۰ دقيقې د يو څه پر زده کولو نشم لګولای. زښته ډير مصروف خلګ پيژنم چې په ۲۴ ساعتو کې يې ليږ تر ليږه يو ساعت يا زيات وخت د يو څه لوستلو ، اوريدلو او يا د يوه انلاين کورس څارلو ته ځانګړی کړی دی.

بيحده ډير انسانان د ځان پر بوخت ښودلو بوخت دي.بوخت اوسېدنه پريږدئ د پايلو تر لاسو کولو خوا راټينګه کړئ.

لومړی عملي ګام همدا نن واخلئ، د بيلګېـپه توګه ماښام د تلويزون پر ځای يو څه مطالعه کړئ. په دې ځان خبر کړئ چې ستاسې د مسلک ځلاند ستوري دومره لوړ ځای ته څنګه رسيدلي دي. خپل ژوند ته د غوره رغتيا راسنتولو ، وخت سمبالولو، او تر ټولو اوچتو پيړيو ته د پورته کيدو چل زده.

ډير زده کړه ډير وګټه!
دويم پړوا د اوچيدو لپاره به ډيره ساده مشوره درکړم:د زيات عايد لپاره بايد زياته زده کړه وکړې ستا د معاش د هغه څه ارزښت کېچ مېچ ټاکې چې ته يې پر هغې دنده ور زياتوې.

هر څومره چې ډيره پوهيږې هغومره دې بيه لوړيږي.بيرته هغه پورتنۍ خبره شوه ډير تعلم ډيره ګټه راوړي.نو وړتيا دې لوړه کړه. چې وس دې رسيږي هغومره متالعه پکې وکړه چې توان دې کار کوي هغومره يې اصلاح کړه چې کولای يې شې. هغومره ځان پکې ورسوه چې کولای شې.

زما ياديږې د وکالت په پيل کې مې له يوه مخکښ وکيل څخه وپوښتل چې په خپل مسلک کې د يوه زبردست او ځلاند مقام په تر لاسه کولو کې څه وکړم؟

د هغه ځواب به مې هيڅکله هير نشې ((رابينه ځان دومره ټينګ او تکړه کړه چې دغه شرکت ستا له شتون پرته بيخې ونه چليږې. له ځانه دې د د ماشين داسې پرزه اصلي پرزه جوړه کړه چې له هغې پرته ماشين نشې چليدای. )) يوه بې جوړه او غوره مشوره پوهه د انتخاب پايلو ته لار پرانيزي.د بهترينو خلکو په تګلارو ځان خبروه.چې دا کار به دې پوهه درلوړه کړي.

د لوړې پوهې په برکت به غوره پريکړي وکولای شې او د غوره پريکړو په مټ به بې له شکه غوره پايلې تر لاسه کړې.

پر زده کړه او نړيوال معيار ته د خپلو مهارتونه پر اوچتولو پانګونه اچونه به دې د ژوند بهترينه پانکونه وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.