The news is by your side.

تاریخي ‌راز – خره په قبرونو کې

خبریال ویب پاڼه – ډيری وخت به مو داسې جالب څه ااوريدلي وي چې حيران کړي به يې ياست چين او هند چې په اسيا بلکي په ټوله نړۍ له هغو هيوادونو څخه شميرل کيږي چې ډير جالب ، نادره، دودونه ، رواجونه او مذهبونه لري.

چينيان چې په نړۍ کې د خرو د غوښو په خوړلو مشهور دي خو دا ځل د يوې څړنې پر مهال په چين کې داسې قبر موندل شوی چې د ۳ خرو جسدنونه پکې له يوې ميرمنې سره خښ کړای شوي وو.
دغه قبر چې تقريبا د ۱۲ پيړيو لرغونتوب لري له يوه تاريخي راز څخه پرده پورته کوي.

ددغه جالب قبر څښتنه (کوی چي) نوميده چې د چين په چيان ايالت په کال ۸۷۸ ميلادي کې يې ژوند کاوو.
ميرمن کوی جې ډيره مالداره او له لويې کورنۍ څخه وه. هغې په ژوندونې خپلې کورنۍ ته وصيت کړی وو چې کله وفات(مړه) شي په قبر کې يې له څنګه بايد د ۳ خرو جسدونه خښ کړای شي.
ميرمين کوی جې د نورو حيوانات په پرتله له خرو سره بې کچې مينه درلوده.

په اوسنۍ زمانه کې خر تر ټولو بد نام حيوان دی.خر د اسانوپه پرتله په فزيکي لحاظ هم چندان ښايسته جوړښت نه لري. بلکي تر اسانو کوچنی او لوی نس لري.

چې په اوسنې او ماډرنه نړۍ کې خر د بې عقلي، ناپوهي ، لجاجت او بې ادبۍ سمبول ګرځيدلی دی.

ايا که اوس دغه چينايې ميرمن کوی چي ژوندۍ وای او خرو ته يې دد ننۍ نړۍ له ليدلوري کتلي وای بيا به يې هم د خرو جسدونو په خپل قبر کې له ځان سره پريښي وای اوکنه؟

خو ولې ميرمن (کوی جي) له خرو سره دومره بې کچې مينه درلوده؟ ددې راز څه وو؟

ميرمن کوی جې) چې د چين هيواد د تانګ حکومت په دوران کې ژوند کاوو. که څه هم اغلې جې له اشرافي او مالداري کورنۍ څخه وه دې له خرو سره بې کچې مينه درلوده.
د ميرمن کوی جې له خرو سره د مينې علت دا ښودل شوی چې هغې به په خرو د چوګان ورزش کول.

که څه هم چوګان لوبه به په اسانو.کيده خو ميرمن کوی جې د اسانو پر ځای په خرو دغه لوبه کوله.

د چوګان لوبه چې يوازي د تاريخ په پاڼو کې موجوده وه بلکې کوم ثبوتونه او اثار يې تر دې مخکې نه وو ثبت شوي.
د ميرمن کوی جې د قبر له کشف کيدا وروسته معلومه شوه چې د چين په لرغوني امپراطورۍکې د چوګان لوبه د خرو پواسطه تر سره کيده.

يوه څيړنه چې په ۲۰۱۲ ميلادي کال د ميرمن کوی جې په قبره تر سره شوه پکې ويل شوي دي چې په لرغوني چين کې خره يوازي د اشرافي کورنيو په خدمت کې نه وو بلکي عامو وګړو هم ترې استفاده کولای شوای.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.