The news is by your side.

د مشر منظور پښتین د کرونا دوه ټېسټونه شوي دي

خبریال وېب پاڼه/ د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال غړي علي وزیر وروسته د غورځنګ د مشر منظور پښتین د کرونا ازمیښت هم مثبت ووت.

پښتین د کرونا ویروس یا کووېډ١٩ ناروغۍ دوه ازمیښتونه ترسره کړل چې پایله یې مثبته وه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو غوښتل پر کووېډ١٩ ناروغۍ د پښتین اخته کېدل پټ کړي، خو اوس موضوع رسنیزه شوه او د غورځنګ فعالانو د پښتین د ناروغۍ خبره تأیید کړه.

د خوندیتوب په موخه د مشر منظور پښتین یو ازمیښت په بدل نوم شوی او بل یې په خپل نوم چې پایله یې مثبته را وتلې.

د پي ټي اېم یا پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین به ډېر ژر د خپلې کرونا ناروغۍ په تړاو لر او برو پښتنو افغانانو ته په یو ویډیو کې را څرګند شي.

اوس مهال د غورځنګ د مشر منظور پښتین په ګډون د غورځنګ بل فعال او مخکښ غړی علي وزیر هم پر کرونا اخته شوی، خو د نورو په تړاو معلومات نشته.

د غورځنګ غړي له لر او برو پښتنو افغانانو غواړي چې د کرونا نه د مخنیوي او خوندیتوب په پار روغتیایي لارښوونې تطبیق کړي.

اوس مهال په نړۍ کې زیات شمېر سیاسیون، چارواکي، ستوري او مشهور خلک پر کرونا اخته شوي چې یو شمېر یې ترې رغېدلي هم دي.

په یو شمېر هېوادونو کې د کرونا له کبله په لاره اچول شوي محدودیتونه نرم شوي او قرنطینونه مات شوي، خو د کرونا وبا تر اوسه په بشپړه توګه نه ده ختمه شوې.

لا هم نړۍ د کرونا ویروس د ختمېدو یا نه ختمېدو له ورک نومي حالت سره مخ ده.

په ورته مهال د چین ووهان او جیلین ښارونه بیا قرنطین کیږي، ووهان ښار چې د کرونا ویروس د پیدا کېدو اصلي مرکز ګڼل کیږي، چې میاست وړاندې له کرونا پاک اعلان شوی و او عادي ژوند په کې بېرته پیل شوی و.

د چین په ووهان ښار کې د کرونا ویروس تازه مثبتې پېښې ثبت شوي او وېره دا ده چې کېدای شي دا د کرونا ویروس دویمه څپه وي.

وړاندې تر دې د روغتیا نړیوال سازمان په ګډون یو شمېر ساینسپوهانو او روغتیاپالانو هم د کرونا ویروس د دویمې څپې د ممکنه خپرېدو خبرداری ورکړی و.

اوس مهال چې کرونا ویروس بیا په چټکۍ په خپرېدو شو، زیات شمېر هېوادونو قرنطینونه مات کړل او بېرته ورسره عادي شول، چې دا به نړۍ د کرونا ویروس له دوه چنده زیان سره مخ کړي. چې هم مهاله به نړۍ له سخت اقتصادي او روغتیایي بحران سره هم مخ کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.