پکتیکا کې د ځمکني توتانو کرکېلي ته لېوالتیا
خبریال وېب پاڼه/ د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د ځمکني توتانو کرکېلي ته د بزګرانو او ځمکوالو لېوالتیا ډېره شوې ده.
چې موخه یې په دې ولایت کې د ځمکني توتانو د کرکېلي دودېدل دي.
د پکتیکا د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د ځمکني توتانو کرکېله ښه پایله ورکړې او بزګران یې له حاصلاتو خوښ دي.
په پکتیکا کې د لومړي ځل لپاره د دې ولایت د مرکز ښرنه د نوي سرې کلا کلي اوسېدونکی محمد آصف په خپله ځمکه کې د ځمکني توتانو کرکېله کړې، چې حاصلات یې د قناعت وړ دي.
محمد آصف له ایټالیا څخه ځکمني توتان راوړي او په امتحاني ډول یې روزلي وو، چې ښه پایله یې ورکړې وه.
بزګر محمد آصف وایي چې په دې ولایت کې د ځمکني توتانو ښه پایلې ته په کتو اوس یې د ځمکني توتانو ۸ زره نیالګي کرلي دي او د کال څلور فصله ورکوي، چې ۴۰۰ زره افغانۍ عاید تر لاسه کوي.
نوموړی وایي چې دا مېوه په بازار کې ډېره کمه او تقاضا ورته ډېره ده او په بازار کې په ښه بیه خرڅیږي.
محمدآصف زیاتوي، په پام کې لري، چې راتلونکې کې په نورو ځمکو کې هم ځمکني توتان وکري.
هغه په نورو بزګرانو د ځمکني توتانو نیالګي هم خرڅوي، چې د ځمکني توتانو کرکېله په دې ولایت کې دود او کروندې یې زیاتې شي.
په ورته وخت کې د هلمند د بېنډيو حاصلات بازار ته وړاندې شوي، د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه او اړونده ولسوالیو کې بزګرانو پخپلو ځمکو کې د دودیزې کرنې پر ځای عصري کرکېلې ته مخه کړې ده، چې د بېنډیو او نورو سبو حاصلات یې تازه بازار ته وړاندې شول.
هلمندي بزګران په خپلو بېنډۍ، رومي بانجان، تور بانجان او نور ډول ډول سابه کرلي، چې د هلمند په ګډون نورو ولایتونو ته هم صادریږي.
د هلمند د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د دې ولایت په مرکز لښکرګاه، ناوې، نهرسراج، نادعلي او ګرمسېر ولسوالیو کې په پراخه کچه سابه کرل شوي، چې په دې سره به هېوادوال معیاري سبو ته لاس رسی پیدا کړي او د بزګرو اقتصادي وضعیت په ورسره ښه شي.
د هلمند د کرنې ریاست فني او مسلکي کارکوونکي بزګرانو او ځمکوالو سره په بېلابېلو برخو کې له نږدې همکاري کوي ترڅو په کرنیزو پیداوارو کې زیاتوالی راشي او په ښه کیفیت سره تولیدات بازار ته وړاندې شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.