The news is by your side.

طالبانو ۲۳ افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې

خبریال وېب پاڼه/ تېره شپه د ننګرهار ولايت لعلپورې ولسوالۍ چکنور سيمه کى د ولسي مشرانو په يو جرګه د نامعلومه کسانو له لوري لاسى بم غورزول شوى دی.

د ننګرهار د والي وياند عطالله خوګيانى، وايي چې په دغه پېښه کې ١٢ تنه ټپيان شوي دي.

په ورته وخت کې تېره هم د تخار په دست قلعه ولسوالۍ کې د سیمه اییزو پولسو پر پوسته باندې طالبانو برید کړی چې د برید په ترڅ کې لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۵ تنه شهیدان شوي او ۵ تنه نور ټپیان دي.

بل خوا بیا د غزني د رشیدانو ولسوالۍ د پولیسو قومندان علي والله عطایي د سړک غاړې ماین چاودنه کې ووژل شو.

دا په رشیدانو ولسوالۍ کې د پولیسو څلورم قومندان دی چې تېره یوه میاشت کې د طالبانو له لوري وژل کیږي.

له دې وړاندې د دغې ولسوالۍ درې نور قومندانان د جغتو ولسوالۍ قیاق دره کې وژل شوي دي.

د غزني د امنیې قومندانۍ وايي چې عطایي پرون په جغتو ولسوالۍ کې هغه مهال چې خپلې پوستې ته د تلو په حال کې و د ماین چاودنه کې وژل شوی دی.

په ورته مهال په دې څو ورځو کې طالبانو ورانکاریو ته سخت لاس ور اچولی.

د دوی له لوري بریدونه هم زیات شوي چې زیات شمېر ملکیان او سرتیري په کې وژل شوي دي.

بل خوا ولسمشر غني هم پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکو غږ کړی، چې له دفاعي حالته تعرضي حالت ته ور ووځي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.