The news is by your side.

طالب اورپکو په تېرو ۷۲ ورځو کې ۴۷۰ ملکیان وژلي

خبریال وېب پاڼه/د کورنیو چارو وزارت په تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راځي چې طالب اوپکو په تېرو څه د پاسه دوو میاشتو کې شاوخوا ۴۷۰ ملکیان په شهادت رسولي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین خبریال ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې طالب اورپکو له امریکا سره د سولې له تړون را په دېخوا دغې اوپکې ډلې ۴۶۹ ملکي وګړي شهیدان کړي او تر ۸۵۰ نور یې ټپیان کړي دي.

د دغه وزارت لخوا د تازه خپرو شویو ارقامو له مخې وسله والو طالبانو له امریکا سره د سولې له لومړي تړون را په دېخوا چې د حوت په ۱۰ وشو بیا تر نن ورځې پورې شاخوا ۳۷۱۲ بریدونه کړي دي، چې په ترڅ کې یې ۴۶۹ ملکیان شهیدان شوي او ۸۴۸ نور ټپیان شوي هم دي.

طالب اورپکو له امریکا سره د سولې له تړون را وروسته د افغان امنیتي ځواکونو، ملکي وګړو او عامه تاسیساتو پر وړاندې خپلو بردونو ته شدت ورکړی دی چې تر دې مهاله یې ګڼ ځاني او مالي تلفات اړولي دي.

د حکومت مشرتابه په ځلونو دغې اورپکې ډلې ته د اوربند او تاوتریخوالي د کمولو وړاندیز وکړ خو په وار وار د طالبانو لخوا رد شو. امریکا او نړیوالې تولنې هم په مکرر ډول په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو لوریو د اوربند غوښتنه وکړه خو هغې ته هم مثبت ځواب و نه ویل شو.

تازه پرون د سه شنبې په ورځ د هې،اد په ګوټ ګوټ کې طالب اورپکو او نورو ورته ترهګرو ډلو څو خونړي بریدونه وکړل چې تر یو نیم سلو زیاتو ملکیانو ته یې مرګ ژوبله واړوله. په ظاهره طالب اورپکو د دغو پېښو پړه و نه منله خو حکومت او د کورنیو چارو وزارت د دغې خونړیو پېښو تر شا د طالب اورپکو لاس وباله.

د کونیو چارو وزارت ویاند وایي چې که څه هم افغان امنیتي ځواکونو د حسن نیت له مخې د ترهګرو پر وړاندې یرغلیز بریدونه نه کول خو د همدې تېرو څه د پاسه دوو میاشتو په لړ کې افغان ځواکونو د ۱۵۹۳ بریدنو په ترڅ کې ۲۱۳۴ طالب اوپکي وژلي دي او ۱۶۹۱ نور یې ټپیان کړي دي. ښاغلی ارین زیاتوي چې په دغو بریدونو کې ۱۷۳ طالب اورپکي نیول شوي هم دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance