The news is by your side.

په ميدان وردګو کې عامه خدمتونه بايد ټکني نه شي

خبريال ویېبپاڼه – د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د مرکزي دفتر د پروګرام مشر او په افغانستان کې د سویډن کمیټې سرپرست رئیس ښاغلي ډاکټر خالد فهیم او د سویډن کمیټې د مرکزي دفتر د روغتیا پروګرام مشر ښاغلي ډاکټر احمدشاه پردیس په میدان ښار کې د ميدان وردګو له سیمه ایز دفتر څخه لیدنه وکړه. دوی لومړی له شفیع الله شریفي د سویډن کمیټې د وردګو سیمه ایز دفتر له مشر سره لنډ مجلس ترسره کړ په همدې ترتیب یې د وردګ سیمه ایز دفتر د پروژو له مسؤولینو سره وکتل او په ساحه کې یې د روانو چارو په هکله تازه معلومات واخیستل. ورپسې ډاکټر فهیم او ډاکټر پردیس د دفتر له بیلابیلو څانګو له نږدې کتنه وکړه او موجود کارمندان یې پخپلو ادارو کې د لا ښه خدمت ترسره کولو په پار وهڅول. دوی په میدان ښار کې د کورونا ناروغانو لپاره د ګوښې روغتون، د میدان ښار له عامه ولایتي روغتون او د عامې روغتیا له ریاست څخه هم لیدنه ترسره کړه.

د دغو لیدنو کتنو پرمهال ښاغلي ډاکټر فهیم وویل: “لومړی باید د سویډن کمیټې د ميدان وردګو سیمه ایز دفتر له کارکوونکو مننه کوم چې په کورونايي سخت حالت کې یې د خلکو خدمت ته ځانونه وقف کړي دي، زه واقعاً ددوی په کار ویاړم. دویم دا چې موږ باید درې سناریوګانې د کویډ-۱۹ وبايي حالت په وړاندې په نظر کې ولرو، او له مخې یې خپل پلانونه او بوديجه له سره تحلیل کړو، لومړی: که چیرې دغه اوسنۍ کورونايي حالت دوام پیدا کوي، دویم که چیرې حالت لا هم خرابیږي او دریم که دغه حالت بیرته عادي حالت ته ګرځي، نو موږ به ددې تحلیل له مخې وپوهیږو چې څه ډول خپلې سرچینې په ځانګړې توګه مالي سرچینې چې د کورونا وبايي حالت له امله نه دي مصرف شوې، د مصرف مسیر ته را وګرځوو. په لنډه توګه باید ووایم چې زموږ فعالیتونه باید ټکني او متضرر نه شي، ځکه زموږ فعالیتونه په مستقیم ډول له ځايي خلکو سره تړلي دي، که چیرې فعالیتونه ټکني کیږي، اثر یې په زیان منونکو خلکو باندې وي”.

ښاغلي شفیع الله شریفي د ميدان وردګو سیمه ایز دفتر مشر په دې هکله وویل: ” موږ به د دغو وړاندیز شوو دریو سناریوګانو په هکله د دفتر له هرې پروژې او څانګې سره مجلسونه ترسره کړو او د پلان شوو فعالیتونو لپاره به په بیلابیلو بدیلونو فکر وکړو، زموږ هڅه به دا وي چې دغه تحلیل په ښه توګه ترسره کړو.”

دغه راز ښاغلي ډاکټر فهیم او ډاکټر پردیس په میدان ښار کې د سویډن کمیټې له کورونا روغتون څخه هم له نږدې لیدنه وکړه. ددغې لیدنې کتنې په ترڅ کې د کورونا د مشکوکو او مثبتو پیښو په هکله ډاکټر فهیم ته معلومات وړاندې شول. د کورونا روغتون مسؤول ډاکټر عید محمد ملاخیل وویل: “په تیرو څو اونیو کې د کورونا په خپراوي کې متأسفانه چټکوالی راغلی، تقریباً ټول دوه سوه مشکوک کیسونه لرو چې له ډلې څخه یې ۷۰ تنو څخه زیات مثبتې پیښې دي”.

په پای کې دوی د سویډن کمیټې د دوه ډاکټرانو یوه ښځینه ډاکټره او یو نارینه ډاکټر (د میدان ښار ولایتي روغتون سرطبیب) په ګډون له څلورو تنو کارکوونکو، سره چې په کورونا ناروغۍ اخته شوي او په روغتون کې بستر دي ملاقات ترسره کړ.

د دغې یو ورځنۍ لیدنې کتنې په بهیر، ښاغلي ډاکټر فهیم او ډاکټر پردیس د میدان ښار ولایتي روغتون څخه هم لیدنه وکړه. د میدان ښار ولایتي روغتون له ټولو روغتیايي کارکوونکو سره یې مجلس وکړ، د هغوی غوښتنې یې ورسره یادښت کړې. دوی په پای کې د عامې روغتیا له رئیس سره هم ملاقات وکړ، او په ولایت کې یې د روغتیايي فعالیتونو په وړاندې د شته ننګونو په هکله بحث ترسره کړ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.