The news is by your side.

په ملکي وګړو د طالبانو بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، پر ملکیانو د طالبانو بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال وايي چې طالبانو په وروستیو ورځو کې په ملکي کسانو بریدونه ډېر کړي. چې دوی به ورته لاس تر زنې کېننې.

طالبانو تېرو وروستیو ورځو کې ملکي وګړي په بې رحمانه توګه د برید موخه ګرځولي دي، هغه بریدونه چې د هېواد پوځیانو له خوا به بې ځوابه پاتې نشي.

بلخ کې د نا امنیو پراختیا!

د کورنیو چارو وزارت د مرستیال پښه د هېواد شمال ته کاږلې ده.

بلخ کې سیمه اییز چارواکي په دې ولایت کې د نا امنیو زیاتوالي څخه اندېښمن دي او له مرکزي حکومته غواړي چې د خلکو امنیت ټینګښت لپاره زیات اقدامات په پام کې ونیسي.

د بلخ ولایتي شورا غړي هم په دې ولایت کې د نا امنیو زیاتېدو له اندېښنو سره له مرکزي حکومت غواړي چې دې ولایت ته دې پاملرنه ډېره کړي.

د بلخ پولیسو په خبره په بلخ او ګاونډیو ولسوالیو کې پوځي عملیات پيل شوي.

په کندوز کې هم د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې شوي دي چې په کې درې تنه سرتېري وژل شوي او درې تنه نور پوځيان ټپیان شوي دي.

د دې په خوا کې بیا د کندوز په خان آباد ولسوالۍ کې هم د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې شوي دي.

دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان امنیتي ځواکونو د کړنو بدلون سره، چې له فعال دفاعي حالت څخه یرغلیز ته واوښتل، په شمال او په ځانګړې توګه په بلخ او شاوخوا ولسوالیو کې یې پوځي عملیات پیل شوي دي.

سیمه اییز چارواکي وایي د امنیتي ځواکونو پر پوستو باندې د طالبانو بریدونه پر شا تمبول شوي خو دواړو خواوو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال په هېواد کې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له چمتوالي او تجهیز څخه د خبر ورکولو تر څنګ د ځواکونو په لیکو کې د اصلاحاتو پر راوستلو هم ټینګار کړی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.