The news is by your side.

اکوړه خټک: طالبانو ته پر ملکي او نظامي تاسیساتو د بریدونو امروشو

خبریال ویب پاڼه – طالبانو په یوه بېساري اقدام کې سر له سبا (شنبې ) خپلو ځواکونو ته پر افغان ملکي ‌او نظامي ‌تاسیساتو د پراخو بریدونو امر کړی دی .‌

د پېښور په اکوړه خټک کې د طالبانو د نظامي مسئول ملا یعقوب په مشري غونډه کې دا پرېکړه  شوې  ده .

د غونډيیوه برخوال طالب مشر خبریال ویبپاڼې ته وویل چې د بریدونو پرېکړه د کوټې او پېښوره شورا له لوريپه شریکه شوې ده .

د خبریال ډاټ کام سرچینه وايي چې په غونډه کې خلیفه سراج الدین ؛ مولوي عبدالحکیم شرعي ؛‌ ملاتاجمیر ؛‌مولوي عبدالقدیر حصارکی ؛ ‌ملاقیوم ذاکر؛‌ حاجي یوسف وفا؛‌ مولوي نور جلال ؛‌ شیخ ندامحمد ؛‌ شمس الدین پهلوان ؛‌ مولوي نورمحمد ثاقب ؛ ‌شیخ قاسم ترکمن او دافغانستان دشمال اوشرق او جنوب شرق اکثرو دطالب والیانو اومسولینو ګډون کړی وو.

د طالبانو په دغو عملیاتو کې به ملکي‌ او نظامي دولتي تاسیسات په نښه کېږي ؛ د عملیاتو ډولونه بهبیل وي ؛ د سړک د غاړې چاودنې ؛ ځانمرګي‌ بریدونه ؛ هدفي ‌وژنې او ډله ایز بریدونه به ددغو نویو عملیاتو برخه وي .

طالبانو په غونډه کې پرېکړه کړې ده چې د هغه بریدونو پړه به نه اخلي چې ملکي ‌وګړو ته تلفات ورکي‌ اوړي .‌

د غونډې برخه وال خبریال ډاټ‌ کام ته وویل چې غونډي پرېکړه کړې ده چې د بین الفغاني‌ خبرو تر پیل وړاندي به (۳) ولایتونه نیسي او هڅه به کوي چې پر افغان حکومت له هده زیات فشار واچوي .

د طالبانو نظامي مسئول د غونډي برخه والو ته ویلي چې دا د قطر د دفتر او د شیخ الحدیث مولوي هیبت الله پرېکړه ده .

دا لمړی ځل دی چې د کوټې شورا او د پېښور شورا هم مهاله د افغانستان د حکومت خلاف د جنګ پرېکړه کوي ، البته زموږ سرچینه وايي چې په دغه بریدونو کې به بهرنیان مثتسنا وي‌.

په پېښور کې موجود یوه بل طالب مشر هم د دې غونډي تصدیق وکړ او ویې ویل چې دا غونډه او دا پرېکړي سل فیصده رښتیا دي .

په قطر کې د طالبانو یوه بله سرچینه وايي چې د نظامي‌کمېسیون او د اطلاعاتو د کمېسیون ترمنځ ژور اختلافات شتون لري او اوس نظامیان تر ډېره بریده پر مطبوعاتي‌ کمېسیون اعتماد نه کوي‌ او ښآيي‌ دا خبر هم پټ پاتې شي .

د یادونې وړد ه چې په پېښور کې دومره طالبان را غونډېدل د پوځ او استخباراتي‌ادارو له مرستي‌پرته ناشونی کار دی ؛ په کار دي‌چې افغان حکومت د پاکستان ددې مرداري لوبي نه پرده اوچته او نړۍ والي ټولنې ته شکایت وکړي .   

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.