The news is by your side.

ارزګان کې ۸۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

خبریال وېب پاڼه/ د ارزګان ولايت دهراوت ولسوالۍ کې تېره شپه د وسلوالو طالبانو يوه لوی برید په شاه تمبول شوی او تر ۶۵ تنه طالب وسله وال په کې وژل شوي دي.

د ارزګان ولايت د دهراوت ولسوالۍ امنيه قوماندان شاه محمد شاه وايي، طالبانو له څلورو خواو پر دې ولسوالۍ برید وکړ چې پر شاه وتمبول شول او ۶۵ طالب وسله وال په کې ووژل شول چې ۲۲ تنو جسدونه يې د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي.

اوس هغه وخت را رسېدلی چې طالبان د زور له لارې سولې ته راوستل شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي اردو ځانګړو ځواکونو عملیاتون قول اردو ته تللی وو او ویلي یې دي چې یرغلیز عملیات به تر هغه کچې زیاتوالی ومومي چې د طالب وسله واله ډله د سیاست میدان کې عادلانه سولې ته غاړه کیږدي.

غني ټینګار کوي چې طالبان باید په دې فکر کې ونه اوسي چې د ملي اردو پوځي توکي، الوتکې او ټانکونه به بیا هم په ګاونډیو هېوادونو وپلورل شي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال وايي چې طالبانو په وروستیو ورځو کې په ملکي کسانو بریدونه کړي.

له دې سره بیا د بلخ ولایتي شورا غړي په دې ولایت کې د نا امنیو له زیاتوالي اندېښنه ښیي او له مرکزي حکوما غواړي چې دې ولایت ته دې پاملرنه ډېره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بلخ پولیسو په خبره په بلخ او ګاونډیو ولسوالیو کې پوځي عملیات پيل شوي.

په کندوز کې هم د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې شوي، چې په کې درې تنه سرتیري وژل شوي او درې تنه نور پوځيان په کې ژوبل شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.