The news is by your side.

امریکا ولې په سیمه کې طالب اورپکو ته لابي کوي؟

خبریال وېب پاڼه/له امریکا سره د د طالب اورپکو د سولې له خبرو را په دېخوا د دغې ارپکې ډلې لخوا پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونو د تېر په پتله شدت موندلی او امریکا یې هم وخت ناوخت د بریدونو لپاره په مستقیم او غیر مستقم ډول برأت ورکوي.

تېره اونۍ په کابل او ننګرهار کې خونړي بریدونه وشول چې تر پنځوسو زیات کسان په کې شهیدان شول. په دغې قربانیانو کې د تازه زږېدلو ماشومانو په ګډون ښځې او ځوانان هم شامل وو. حکومت د دغو پېښو پړه پر وسله والو طالبانو واچوله خو طالبانو په دغو پېښو کې لاس لرل رد کړل او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم په یوه ټویټري پیغام کې وویل چې د امریکا د معلوماتو له مخې دغه برید طالبانو نه، بلکې داعش ډلې کړی دی.

امریکا غواړي په افغانستان کې د ویتنام د سولې تړون او جګړې ځینې تجربې عملي کړي. دوی چې کله په ویتنام کې هم له مخالفو لوریو سره سوله وکړه، د ویتنام له حکومت څخه یې ملاتړ ته دوام ورکړ خو مرستې یې پرې کمې کړې. دلته یې هم د مرستو د کمولو اشاره کړې ده او لرې نه ده چې په حقیقي معنا یې هم کمې کړي.

په ویتنام کې چې کله امریکا د خپل پوځي حضور وروستۍ ورځې تېرولې، په دې پوهېدل چې د ویتنام مفسد او لاسپوڅی حکومت او نظام به نړیږي او مخالفې ډلې به په خپلو چیرکي بریدونو چې د نورو خواوو ملاتړ ورسره ؤ، نیسي. دوی غواړي په ډېره بې شرمۍ په افغانستان کې هم څه ورته لوبه وکړي. په دې وروستیو کې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او د امریکایي چارواکو د خبرو تر منځ ضد او نقیض توپیرونه احساسېږي.

د بېلګې په توګه زلمي خلیلزاد په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې له امریکا سره د طالبانو په تړون کې پر افغان امنیتي ځواکونو د بریدونو یادونه نه ده شوې خو ورسره هم مهاله د امریکا دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی هوایي ځواکونه به د افغان ځواکونو ملاتړ ته ر ودانګي او د جګړې په برخه کې به یې لاسنیوی وکړي.

خلیلزاد په خپلو وروستیو ویناو کې دا هم ویلي چې طالبان تر اوسه له دوی سره د کړي تړون ټولو مادو ته ژمن پاتې شوي دي، خو امریکایي چارواکي په وار وار وایي چې طالبان له کړې هوکړې سرغړونه کوي او په وینا یې دوی ته به غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي او دغه راز زیاتوي چې د افغان ځواکونو په ملاتړ به د طالبانو پر وړاندې سنګر ونیسي.

اوس خو ستونزه ټوله په افغان وژنه را څرخي. طالبان امریکایانو باندې برید نه کوي، د دوی ډیپلوماتانو او ټولو هغو بنسټونو ته چې په افغانستان کې دي، ضرر نه رسوي خو امریکا به هوایي بریدونه کوي، په دې بریدونو کې به له طالبانو سربېره ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اړول کېږي او د جګړې تنور به همداسې ګرم وي.

 په دې وروستیو کې زلمی خلیلزاد له هند څخه هم له طالبانو سره د کلکې یارانې غوښتونکی دی. که څه هم هند په وار وار ویلي چې دوی د افغان حکومت تر مشرۍ لاندې له طالبانو سره د خبرو کولو هرکلی کوي او ملاتړي یې دي خو د خلیلزاد وړاندیزونه هند هم دېته هڅوي چې له دغې وسلوالې ډلې سره خپلې اړیکې ټینګې کړي او افغان حکومت په یوه بڼه شا ته پرېږدي ځکه هند وېره لري چې د امریکایانو له وتلو وروسته به طالبان چې د پاکستان له سخت ملاتړ څخه برخمن دي په افغانستان کې د دوی لپاره سرخوږی جوړ کړي.

ښایي هند هم په نیږدې راتلونکي کې له دغې اورپکې ډلې سره خپلې اړیکې غښتلې کړي او دې سره به د امریکا یوه بله هیله هم پوره شي او داسې به و انګېري چې په افغانستان کې یې د نظام کمزوري لا پسې پخه کړې ده.

په نړیواله کچه هم امریکا هڅه کوي طالب اورپکو ته په مستقیمه او غیر مستقیمه لاره لابي وکړي او په یوه بڼه یې پر نړیوالو باندې ومني. دې سره به په افغانستان کې د ورور وژنې لړۍ همداسې روانه وي او امریکا او د دوی نړیوال شریکان به خپلې شومې موخې په خورا آسانۍ ترلاسه کړي.

څه باید وشي؟

یوازینۍ لاره چې د افغانانو روانه بدمرغي دفع کولی شي، هغه د بین الافغاني مذاکراتو ژر پیلول او د دایمي سولې لپاره په پوره دقت او اخلاص کار کول دي.

افغان مشران او نور سیاسي خوځښتونه هم که غواړي د ۹۰ یمې لسیزې تکرار و نه شي، باید د هېواد لپاره قربانۍ ورکولو ته چمتو شي او له سیاسي اختلافاتو هخوا د سولې لپاره ګډ دریځ خپل کړي. دا کار به ښایي ډېر ستونزمن هم وي ځکه اوس مهال هم د تېر ملي یووالي حکومت د شریکانو لخوا د واک پر سر چاڼې وهل ډېر بد پیغامونه او عواقب لري.

په سیمه ییزه کچه باید د افغان سولې لپاره یوه اجماع را منځته شي چې د ټولو هېوادونو اندېښنې په کې رفع شي.

د امریکا پر وړاندې باید د افغان مشرانو سیاسي دریځ پوخ او د هېواد د ګټو پر محور را وڅرخېږي.

د طالبانو لپاره هم په کار ده چې په خپل ولس رحم وکړي او د پردیو په اشاره د افغانانو د وینو روان نهرونه لا خونړي نه کړي.

د نظر خاوندانو او قلم والو ته په کار ده چې د تشدد او افراطیت پر ځای د سولې او نرمښت غاړې وکړي او په هېواد کې د روانې اوږدې جګړې د پایته رسولو لپاره ولسي عامه پوهاوی وکړي.

 

لیکنه: تنویر

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.