The news is by your side.

امریکا افغانستان کې خپلو ځواکونو کمولو ته دوام ورکوي

خبریال وېب پاڼه/ پنټاګون وایي، د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه لیک په بنسټ امریکايي سرتېري د افغانستان څخه بهر کیږي.

د امریکا دفاع وزارت وايي چې امریکا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو کمولو ته دوام ورکوي.

د پنټاګون ویاند ټينګار کوي چې د افغانستان څخه د دې هېواد ځواکونو بهر کېدو لړۍ د امریکا او طالبانو د سولې هوکړې لیک په بنسټ دوام پيدا کوي او امریکا به په ټاکل شوې نېټې باندې له افغانستان څخه خپل ځواکونه بهر کړي.

بل خوا د امریکا ولسي جرګې استازو خبرداری ورکړی دی چې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل نه شي کولای چې دې هېواد کې جګړې ته پای ورکړي بلکې د امریکایي ځواکونو وتل د دې لامل ګرځي چې افغانستان یو ځل بیا د داعش او نورو ترهګرو ډلو له پاره امن ځالې باندې بدل شي.

له دې سره د امریکا ولسمشرۍ ته نوماند جوبایډن ویلي دي چې افغانستان کې کم شمېر امریکايي ځواکونو شتون ته اړتیا ده ترڅو ډاډ تر لاسه شي چې افغانستان نه د امریکا پر وړاندې برید نه ترسره کیږي.

امریکا وښودله چې د طالبانو سره د سولې هوکړې لیک پر اساس غواړي د خپلو ځواکونو وتلو ته دواړم ورکړي او په ټاکل شوې نېټه به له افغانستان نه ووځي، خو طالب لوری لا هم هوکړې ته ژمن نه دی او وخت نا وخت بریدونه سختوي چې تازه یې خپلو وسله والو ته پر ملکي اونظامي تأسیساتو د سختو بریدونو امر هم کړی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.