The news is by your side.

د بودجې د تعدیل کړنلاره رایې اچونې ته وړاندې کیږي

خبریال وېب پاڼه/ د بودجې د تعدیل کړنلاره راتلوونکې اوونۍ رایي اچونې ته وړاندې کیږي.

د بودجې د تعدیل پر کړنلارې د ولسي جرګې د مالي کمیسیون خبرې وکړې.

د ولسي جرګې استازي وايي، د تعدیل کړنلاره راتلوونکې اوونۍ رایې اچونې ته وړاندې کیږي چې مالیاتې سرچینو لپاره باید څېړنه وشي.

د ولسي جرګې مالي او بودجې کمیسیون وايي تر اوسه یې د مالیې وزارت سره د بودیجې د تعدیل په اړه درې ناستې کړي دي او دا وزارت باید د مالي سرچینو پیدا کېدو له پاره هڅې وکړي.

د مالیې وزارت ټينګار کوي، په کومه اندازه چې د بودجې تعدیل له ځنډ سره مخ شي د کارونو پر ګټورتوب به منفي اغیز پرېباسي.

د کرونا ویروس، د هېواد ملي بودجې ته بدلون ورکړ، چې له امله یې په پراختیایي پروژو کې تر ټولو زیات بدلون راغلی دی.

خلک به په روان کال کې له کم شمېر پراختایي پروژو څخه برخه من شي.

اوس د ولسي جرګې مالیې او بودجې کمیسیون کې د بودجې د تعدیل طرحه ده.

یاد کمیسیون وایي چې راتلونکې اوونۍ به د بودیجې طرحه جرګې کې رای اچونې ته وړاندې شي.

د بودیجې د تعدیل یوې برخه کې، د مالیې وزارت د نړیوال صندوق اولس میلیارده افغانۍ پور په بودجه کې شامل کړی، خو جرګې دغه پور رد کړی دی.

د مالیې وزارت ټینګار لري چې په دې اړه د جرګې غړو قانع کولو لپاره هڅې دوام لري.

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وایي له دغه پور څخه موخه، د کرونا ویروس پر ضد مبارزه او ټولنیزه هوساینه ده.

یو شمېر اقتصادي کارپوهان هم د بودجې لګولو کې د شفافیت له امله اندېښمن دي، هغه بودجه چې تمه کیږي تعدیل شي.

ځینې اقتصادي کارپوهان وایي چې د پراختیايي بودجې کموالی به پر خلکو او کوچنیو کاربارونو منفي اغېز وکړي.

د افغانستان حکومت د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې لپاره نهه اتیا میلیارده افغانۍ په پام کې نیولي دي.

له یادې شمېرې یو میلیارد او اوه سوه میلیون افغانۍ یې د غنمو اخیستلو برخې ته ځانګړي شوي دي.

په ټوله کې د بودجې تعدیل کې د کرنې او روغتیا وزارتونه تر ټولو زیاته بودجه لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.