The news is by your side.

کندز کې پر ټولو لارو د طالبانو فعالیتونه ډېر شوي

خبریال وېب پاڼه/ د کندز د ولایتي شورا غړي او اوسېدونکي وایي، په لویو لارو د وسله والو طالبانو حضور خلک اندېښمن کړي او له دې امله خلک د سفر پر مهال له وېرې سره مخ وي.

د کندز اوسېدونکي وایي د طالبانو د حضور له امله د کندز د ولسوالیو لارې تړلې وې او طالبان د تخار کندز په لاره د خان آباد ولسوالۍ په چرخاب سیمه کې هر وخت لاره تړي او تالاشي کوي.

د کندز د ولایتي شورا غړي وايي طالبان د کندز ښار په څنډو کې آزادانه فعالیت کوي او حتی د برېښنا محصول له خلکو ټولوي.

دوی وایي طالبان له یوه کال را په دې خوا د کندزـ تخار لاره په بشپړ ډول په واک کې لري.

د کندز د ولایتي شورا غړی امین الله آیدین وایي، له یوه کال ډېره موده کیږي چې د تخارـ کندز لاره د حکومتي مامورینو پر مخ بنده ده او که حکومتي مامورین پر دغه لاره سفر وکړي طالبان یې نیسي او له ځان سره یې وړي.

د کندز امنیتي مسؤولین وایي د تېرو څو میاشتو په پرته امنیتي وضعیت ښه شوی او اوس یوازې د تخارـ کندز په لاره ځینې ستونزې شته.

د کندز امنیه قوماندان عبدالرشید بشیر وایي په دغه لاره څو ځلې چاڼیز عملیات شوي، خو دا چې نتیجه یې نه ده ورکړې نو اوس د عملیاتو پلان نه لري.

د کندز یو شمېر اوسېدونکي وایي طالبان د بغلان ـ کندز او کندزـ تخار په لاره د تالاشۍ ترڅنګ له موټرو محصول هم اخلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.