The news is by your side.

۸۵ سلنه ترهګریز بریدونه حقاني شبکې پورې تړاو لري

خبریال وېب پاڼه/ که څه هم موده وړاندې د حقاني شبکې یو مهم غړی د افغان حکومت له خوا له بند ازاد شو خو اوس تازه د پکتیا ولایتي مسؤولین وایي لا هم دا ډله خپلې جګړې ته دوام ورکوي.

د پکتیا والي شمیم خان کټوازي ویلي، چې په دې ولایت کې لا هم تر ۸۵ سلنه زیات ترهګریز بریدونه د حقاني شبکې له لوري د پاکستاني وسله والو په مرسته تر سره کیږي.

له هغه وروسته چې د حقاني شبکې یو مهم غړی انس حقاني د افغان حکومت له بند خوشې شو ډېری افغانان په دې نظر و چې د یادې ډلې له خوا به په افغانستان کې جګړه کمه شي.

اوس تازه د پکتیا ولایتي مسؤولین وایي په دې ولایت کې لا هم ډېر ترهګریز بریدونه د حقاني شبکې له خوا تر سره کیږي دوی ولایتي چارواکي وایي د یادې ډلې د بریدونو د شنډولو لپاره یې پوره کار کړی.

د مسؤولینو په خبره په پکتیا کې یې د حقاني شبکې له خوا د جنګیالیو د جلب او جذب کچه را کمه کړې خو وایي اوس د یادې شبکې ډېری وسله وال پاکستانیان دي او د ډیورنډ فرضي کرښې نه د جګړې لپاره د پکتیا بېلابېلو سیمو ته را اوړي.

په ورته وخت کې بیا د پکتیا ولایتي شورا غړي وایي چې د انس حقاني خوشې کېدو د یادې ډلې په جګړه کې نرمښت را نه ووست.

د دوی په خبره د سولې په پروسه کې له بند زیات خوشي شوي طالبان بېرته د جګړې لیکو ته ستانه شوي چې څو تنه یې په دې ولایت کې له امنیتي ځواکونو سره په مخامخ جکړه کې ووژل شول.

درې ورځې وړاندې د پکتیا په مرکز ګردېز کې د ملي پوځ د تأسیساتو له ودانۍ سره څنګ کې موټر بم چاودنه وشوه چې د مسؤولینو په خبره یاد برید هم د حقاني شبکې او لشکر طیبه وسله والې ډلې له خوا تر سره شوی و.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.