The news is by your side.

ماسک نه کاروونکو ته ۳ کاله بند او دوه لکه جریمه

خبریال وېب پاڼه/د کرونا له امله په ټوله نړۍ کې لوی ناورین را منځته شوی دی چې تر دې مهاله یې تر ۴ نیم ملیونه زیات وګړي نیوالي دي او تر ۳ لکه او ۱۲ زرو زیات یې وژلي هم دي.

پرون یکشنبه د روانې مې میاشتې په ۱۷ مه د قطر هېواد خپلو اتباعو ته د کرونا پر وړاندې د مبارزې لپاره سخت شرایط وضع کړل چې له مخې به یې د ماسک نه استفاده کوونکي له دری کلن بند سربېره ۲۰۰ زره ریاله جریمه هم ورکوي.

سدا په داسې حال کې ده چې له شاوخوا دوه میاشتني نړیوال کرنتین وروسته اوس په ټوله نړۍ کې یو شمېر هېوادونو په ګرځبندیز کې نرمښت راوستلی دی خو دا چې د دغې نړیوالې وبا سم مدیریت او مخنیوی وشي، ډېری هېوادونه په خپلو ملتونو باندې د کرونا پر وړاندې روغتیایي احتیاطي تدابیر جبري کوي.

په قطر کې تر دې مهاله په کرونا باندې د اخته کسانو شمېر تر ۳۰ زورو اوښتی دی چې یوازې وړمه ورځ په کې تر ۱۵۰۰ زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوې وې. قطر په ټوله کې یو وړوکی هېواد دی چې ۲،۷ ملیونه نفوذ لري او د هغو هېوادونو په کتار کې راځي چې ډېر کسان یې په کرونا باندې اخته شوي دي خو د دغې ناروغۍ له امله تر اوسه په ټول قطر کې شاوخوا شل کسان مړه شوي دي.

د قطري چارواکو لخوا د اوسنيو محدودیتونو لګېدل په نړیواله کچه تر بل هر هېواد توند هغه دي چې تر پښو لاندې کوونکي کسان به یې ګالي. دوی به دری کاله بند او تر دوه لکه قطري ریال پورې جریمه هم دولت ته ورکوي.

په دغه هېواد کې د ماسک بسته کول له پرون ورځې جبري شول او هر کورنی او بهرنی وګړی اړ دی چې ماسک وتړي.

اوس مهال د نړۍ په کچه له څه د پاسه ۲۰۰ هېوادونو څخه په شاوخوا ۵۰ هېوادونو کې د ماسک پوښل اړین او جبري بلل شوي دي چې له ډلې یې چین، تایوان او ځینې نور هم د یادونې وړ دي.

په قطر کې د کرونا پر وړاندې د مبارزې لپاره جوماتونه، رستورانتونه، سینما ګانې، ښوونځي، پوهنتونونه او نور ټول هغه ځایونه چې د خلکو ګڼې ګوڼې ته لار هواروي، بند او رخصت اعلان شوي دي. په دغه هېواد کې د ۲۰۲۰ کال د فوټبال د لوبو چارې او ځینې نور ساختماني کارونو ته د کولو اجازه ورکړل شوې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.