هندي لوبغاړي هم په سیاسي کشاله کې پاکستان ته ځواب ورکړ
خبریال وېب پاڼه/د هند د کرېکټ وتلي ستوري او بریدګر توپ وهونکي د شاهد اپریدي د هغې څرګندونو په خلاف غبرګون ښودلی چې ویلي یې وو، کشمیر به پاکستان خپلوي.
شیکر دوان د شاهد افریدي د د هغه غبرګون په وړاندې توند ځواب ویلی چې د هند تر واک لاندې د کشمیر د په هکله یې د پاکستاني لوري د ګټې خبره کړې وه، نوموړی وایي چې کشمیر زموږ ؤ، زموږ دی او زموږ به وي.
د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او د کوزې پښتونخوا اوسېدونکی شاهد افریدی اوس مهال د پاکستان تر ولکه لاندې کشمیر کې دی او د معلوماتو له مخې ویل کېږي چې نوموړی په کشمیر کې له کرونا ځپلو سره د خوراکي توکو مرستې کوي.
شاهد افریدی وخت نا وخت د هند پر وړاندې پاروونکې خبرې کوي چې د هندي لوري هم له سختو غبرګونونو سره مخ کېږي. نوموړي په دې وروستیو کې په یوه ټویټ کې د کشمیر ستاینه کړې وه او زیاته کړې یې وه چې پاکستان به د هند تر ولکه لاندې کشمیر هم خپلوي.
د افریدي د دغې څرګندونې په غبرګون د هند د کرېکټ د دریو واړو فارمټونو وتلي او غښتلي لوبغاړي شیکر دوان په یوه ټویټ کې ویلي دي چې اوس مهال ټوله نړۍ د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې ډګر ته را وتلې ده او له تا سره (افریدي ته وایي) اوس هم د کشمیر غم دی. نوموړی په خپل ټویټ کې د کوت څنډنې په انداز لیکي چې؛ کشمیز زموږ ؤ، زموږ دی او زموږ به پاتې شي.
دا په داسې حال کې ده چې د هندي او پاکستاني لوبغاړو تر منځ وخت نا وخت په ټویټر کې پېغوري او توند غبرګونونه لاس پر لاس کېږي. شاهد افریدي نه یوازې په هند بلکې ځینې وخت پر لوبغاړو هم نیوکې کوي.
د هند دغه وتلي ستوري د شاهد افریدي پر وړاندې په خپل ټویټ کې همداراز وایي چې؛ که کولای شې خپل ۲۲ کروړه خلک راوله، زموږ یو کس د ۱۲۵ زرو معادل دی. نور نو بیا خبله وشمېره..
په سیمه کې هند او پاکستان له لوبیز ډګر سربېره په سیاسي اډاه کې هم ترنګلې اړیکې لري او وخت پر وخت یو د بل پر وړاندې ګوته په ماشه وي. کشمیر بیا هغه جزیره ده چې د دواړو تر منځ یې لکه د لوی افغانستان کوز او بر پښتانه په مصنوعي توګه سره وېشلي او د دواړو لوریو تر منځ یې ګڼې ستونزې را ولاړې کړې دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.