The news is by your side.

ایران په سپورټي ډګر کې د اسرائیلو پر وړاندې بندیز لرې کړ

خبریال وېب پاڼه/ایران د خپل سرسخت سیال هېواد اسرائیلو پر وړاندې د نرمښت په لړ کې دا ځل د اسرائیلي لوبغاړو سره د لوبو کولو بندیز لرې کړ.

د ایران پارلمان په خپله وروستۍ پرېکړه کې د خپل سرسخت او سیال هېواد چې وخت ناوخت یو بل ته توندې ګوتڅنډنې هم کوي، د سیالو په ډګر کې وضع شوی بندیز لرې کړ. دې سره به د دواړو هېوادونو لوبغاړي د یو بل پر وړاندې لوبې وکړای شي.

اسرائیل په منځني ختیځ کې هغه هېواد دی چې د افغانستان په ګډون یې ډېری اسلامي هېوادونه په رسمیت نه پېژني. اسرائیل په په منځني ختیځ کې د فلسطین په ګډون د یو شمېر عربو هېوادونو پر وړاندې د امریکا سرسخت حامي بلل کېږي چې په درنو وسلو هم سمبال دی.

د ایران پارلمان د اسرائیلو پر وړاندې د بندیزونو په طرحه کې هغه ماده هخوا کړه چې مخې یې له ایراني لوبغاړو سره اسرائیلي هغو لوبه نشوی کولای.

پرون یکشنبې د ایران په پارلمان کې د ملي امنیت د کمیسیون مشر مجتبی ذوالنور رسنیو ته وویل چې د لوبو د بندیز لېرې کولو موضوع د دغه هېواد د سپورټ وزارت وړاندیز کړې وه چې د دوی لخوا ومنل شوه.

تر دې وړاندې د همدې طرحې په یوولسمه ماده کې راغلي وو چې ایراني لوبغاړي به د اسرائیلي لوبغاړو پر وړاندې لوبې کولی نه شي.

د ایران د پارلمان دغې پرېکړې د دغه هېواد په ملي کچه توند غبرګونونه را پارولي دي او ډېری مشرانو یې دا پرېکړه غندلې ده او زیاتوي چې تر نورو مسایلو د سپورټ هغه اړینه نه ده. په دې ډله کې د ایران د پارلمان یو شمېر غړي هم د دغې پرېکړې مخالف دي او زیاتوي چې دا به په لوی لاس د ایران ورزشي سکټور له نړیوالو بندیزونو سره مخ کړي.

خو په ورته وخت کې د اسیران د سپورټي فدراسیون مشر ابراهیم عزیزي ولي چې په دغه هېواد کې اعتقادي مسایل تر سپورټي هغو ډېر مهم دي او په وینا یې د ایران د سپورټ ځنډېدل دومره باک هم نه لري.

که څه هم په دغه هېواد کې د پهلوانۍ، تکواندو، جودو او ځینې نورو برخو کې تکړه ورزشکاران لري خو له اسرائیلو سره له لوبو کولو را ګرځول شوي وو. تر دې وړاندې ایراني لوري د اسرائیلو پر وړاندې لوبې نه دي کړې او له بندیز سربېره په ځینو نورو عواملو هم ځنډول شوې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.