The news is by your side.

پاکستان: هند باید له طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړي

خبریال وېب پاڼه/ د افغان سولې بهیر پياوړتیا لپاره طالبانو سره خبرې!

اسد مجیدي وايي هند که غواړي د افغان سولې بهیر پياوړی کړي نو باید طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړي.

که چېرې هند احساس کوي چې د طالبانو سره د دې هېواد اړیکې کولای شي د افغانستان سولې بهیر پياوړی کولای شي نو باید طالبانو سره خبرې وکړي.

په امریکا کې د پاکستان سفیر اسد مجیدي دې مطلب ته په کتو سره ویلي دي چې د هند له پاره به مناسبه وي چې د افغان سولې خبرو له پاره طالبانو سره خبرې وکړي او اوس داسې وړاندیز دې هېواد پورې اړه لري چې څرنګه ځواب ورکوي.

د راپورونو له مخې د افغان سولې له پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هند ته د خپل سفر په ترڅ کې د نوي ډهلي څخه غوښتنه کړې وه که چېرې د افغان سولې بهیر په اړه اندېښنه ولري باید طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړي.

بل خوا د طالبانو سیاسي دفتر مرستیال عباس ستانکزي هند د افغانستان سره پر منفي رول تورن کړی دی.

په ورته وخت کې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، د پخلاینې عالي شورا چې د ټاکنو سیاسي بنسټ د پای ته رسېدو له پاره جوړیږي دا ډله یې په رسمیت سره نه پيژني.

په ورته وخت کې د المان بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د فوري اوربند ټینګېدو غوښتنه کړې ده.

له دې سره زلمی خلیلزاد وايي چې که چېرې افغان حکومت د کابل په لویدیځه څنډه کې برید کې د طالبانو لاس لرلو په اړه کومکه نیوکه ولري ارایه کړي.

دی ټینګار کوي چې حکومت او طالبان باید د دې په ځای چې یو بل د داعش ډلې سره په مرستې تورن کړي، دې ډلې سره د مبارزې له پاره دې سره یو شي.

په ورته وخت کې د افغانستان حکومت همدارنګه د امریکا څخه غوښتنه کړې چې د کابل او ننګرهار بریدونو په اړه باندې دطالبانو لاس نه لرلو په اړه باندې اسناد ولري وړاندې دې یې کړي.

د افغانستان حکومت ټينګار کوي چې ترهګرو ښه او بد ویشلو سره باید طالبانو ته برایت ورنه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې یوه امنیتي سرچینه وايي چې د لومړنیو اطلاعاتو په بنسټ طالبانو د کابل سل بستریز روغتون باندې برید کې لاس درلود.

له دې سره خلیلزاد وايي چې افغانانو ترمنځ د خبرو پيلېدو له پاره د نېټې ټاکل کېدو په تړاو هڅې پيل شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.