The news is by your side.

نن دوه بجې ارګ کې د غني او عبدالله ترمنځ هوکړه لاسلیک کیږي

خبریال وېب پاڼه/ نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې به په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ هوکړه لاسلیک شي.

په سپېدار ماڼۍ کې یوې سرچینې چې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، خبریال وېب پاڼې ته تأیید کړې، چې د دواړو لوریو ترمنځ به نن دوه بجې د هوکړه لیک د لاسلیک کېدو مراسم ترسره شي.

سرچینه وایي، په دې مراسمو کې به ولسمشر غني، ډاکټر عبدالله عبدالله، پخوانی ولسمشر حامد کرزی او جهادي او سیاسي مشر عبدالرب الرسول سیاف، کریم خلیلي، شهراني باتور دوستم او یونس قانوني حضور ولري.

یادې سرچینې خبریال وېب پاڼې ته زیاته کړې چې په مراسمو کې به جنرال عبدالرشید دوستم ګډون ونه لري، خو د مارشالۍ رتبه به ورکول کیږي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه و، چې ګوا کې د دغې هوکړې پر اساس به ١٧ ولایتونه، ١٢ سناتوران، ١٣ وزارتونه، ٩ مستقل ریاستونه او ١٢ سفارتونه د عبدالله عبدالله او د ثبات او همپالنې ډلې وي.

د حکومت ټول تشکیل به ٥٠ سلنه د عبدالله عبدالله په مشرۍ ثبات او همپالنې ډلې سره وي او تر څنګ به یې د سولې مصالحې عالي شورا هم د ثبات او همپالنې ډلې وي.

خو دا به د هوکړې له لاسلیک وروسته په ډاګه شي، چې ولسمشر غني له عبدالله سره څومره واک وېشلی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو له اعلان را وروسته عبدالله له غني سره د واک پر سر په شخړه کې و او په واک کې یې د شریک کېدو ټینګار کاوه.

په ورته مهال د سیمې هېوادونو او نړیوالو ټولنو هم له افغان سیاسیونو غوښتي و، چې د کرونا ویروس په دې بحراني حالاتو کې دې خپلې سیاسي ناندرۍ ژر تر ژره حل کړي او ولسمشر غني دې د عبدالله سره په ګډه یو ټول ګډونه حکومت دې رامنځته کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.