وړانګه؛ په افغانستان کې امنیت یوازې د اردو کار نه دی

خبریال وېب پاڼه/تېره شپه په یوه آنلاین غونډه کې چې له لر او بر سربېره د نړۍ په کچه ګڼو پښتنو فعالانو برخه لرله، د افغان وژنې روانې سناریو ته د پای ته رسولو لپاره ګډ غږ پورته کړ.

تېره شپه په یوه آنلاین جوړه شوې غونډه کې چې له لر او بر سربېره د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه پښتانه فعالان برخوال وو، د شهید ارمان لوڼي خور وړانګې لوڼۍ په خپلو څرګندونو کې وویل چې په بر افغانستان کې امنیت را وستل یوازې د اردو کار نه او باید د افغانانو یو عمومي غورځنګ جوړ شي او سړکونو ته را ووځي.

په دغه اختجاجي غونډه کې چې په افغانستان کې د وروستیو خونړیو پېښو په غبرګون جوړه شوې وه، مشهور لیکوال او تاریخ پوه حبیب الله رفېع هم وویل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ کولی شي د پښتنو د روانو بدمرغیو لپاره په لویه حوصله را ودانګي او په لر او بر کې ستر غورځنګ جوړ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ په افغانستان کې تر سلو زیات افغانان وژل شوي دي. په دې کې یوازې ۷۶ ملکیان د طالب اورپکو لخوا په شهادت رسول شوي دي او څه د پاسه ۴۰ کسان د ایران د پوه ساتو ځواکونو لخوا له شکنجې وروسته په سیند لاهو شول. دغې پېښې ته هم په دغه غونډه کې ګڼو پښتنو وند غبرګونو وښودل او له ایران څخه یې وغوښتل چې په پېښه باندې تورنو کسانو ته دې سزا ورکړل شي.

د شېرمحمد میوند په نوم یو بریتانیا مېشی څېړونکی وایي چې په افغانستان کې د روانې ټول وژنې په هکله ژوره خواشیني څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې افغانان باید له غربي طاقتونو څخه وغواړي چې د افغانانو پر وړاندې روان وحشتونه دې ودرول شي.

ثنا اعجاز چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له مخکښو ښخینه مشرانو څخه شمېرل کېږي، وویل چې په لر او بر افغانستان کې باید یوه لویه قومي جرګه جوړه شي او د ټول افغانستان په کچه د افغان ژغورنې غورځنګ جوړ شي. نوموړې زیاته کړه چې باید په بر وطن کې ولسي خوځښتونه را پورته شي او د پښتون ژغورنې غورځنګ سره په اړیکه د لوی افغانستان ژوغورنې ه را ودانګي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وخت ناوخت پر افغانانو غږ کړی دی چې د روانو بدمرغیو پر وړاندې سره یو موټی شي او په واحد دریځ سړکونو ته را ووځي او د دغې پردۍ او تپل شوې جګړې پر وړاندې غږ اوچت کړي.

تېره اونۍ محسن داوړ هم د کابل او ننګرهار د خونړیو پېښو په غبرګون وویل چې دوښمن مو یو دی خو په کار ده چې سره یو موټی شو او د روانو بدمرغیو مخه ډب کړو.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More