The news is by your side.

عارف له زندانه د راتک پر مهال په خپل بد برخلیک خبر ؤ

خبریال وېب پاڼه/د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي شهید عارف وزیر مور وایي؛ عارف وزیر چې په وروستي ځل له زندان نه مستقیم کور ته راغی، زما زړه نارامه شو ځکه په وینا یې مخکې به چې له زندان نه خوشي شو نو د خپلو دوستانو ښادۍ او غم ته به لومړی ورتللو.

د عارف وزیر عمر خوړلې مور په ژړوغوني انداز وویل چې عارف زوی یې وړاندې تر دې چې له زندان څخه را خوشی شي، له خپل بد برخلیک خبر ؤ او کور ته له راتګ سره یې خپل وړوکی زوی (هلمند او لور یې افغانه) په غېږ کې واخیستل. خپل کشر ورور ته یې په خطابیه کې وویل چې اسماعیله، هلمند لا وړکی دی، خو وروسته له دې ډېر مسؤلیتونه در د غاړې کېږي.

مور یې په خپلو خبرو کې زیاتوي چې له دې خبرو اورېدو سره د اسماعیل وضعیت ښه نه شو او کوټه یې پرېښوده.

په واڼه کې د پولیسو یو افسر وایي؛ کله یې چې عارف وزیر ته د بندي کولو عریضه وسپارله، پرته له دې چې پولیس پسې ورشي، خپله تاڼې ته ورغی او ځان یې پولیسو ته وسپاره چې بیا یوه میاشت وروسته په ضمانت خوشی شو.

شهید عارف وزیر چې د لوی افغانستان ستر آرمانونه ګور ته ورسره یوړل، په خپلو اولادونو یې هم له همدې کبله د افغانې او هلمند نومونه اېښي وو چې له افغانستان سره یې بې کچې مینه لرله. نوموړی څه د پاسه دوې میاشتې وړاندې د ولسمشر غني د لوړې مراسمو ته راغلی ؤ او په یوه غونډه کې یې په شور او ځوږ سره وویل:

(نن زما هغه ارمان پوره شو چې خپل هېواد ته به بې پاسپورټه ځم)

نوموړی او وروسره محسن داوړ او علي وزیر له ننګرهار څخه د افغان پوځ په ځانګړو چورلکو کې کابل ته راوړل شول چې دې کار هم په پاکستان کې توند غبرګونوه را وپارول او ترهګر سالار ریاست له هماغه وخته د عارف وزیر د شهید کولو لپاره لېچې را ونغاړلې.

د عارف وزیر ورور اسماعیل چې اوس مهال په پنجاب کې په یوه پوهنتون کې لوړې زده کړې کوي، وایي چې د شهید وزیر هغه خبرې چې له زندان نه د را ستنېدو پر مهال یې په کور کې ورته کړې وې، ډېر خواشنوونکې وې ځکه په وینا یې دوی له هېچا سره شخصي دوښمني نه لرله نو ځکه خو پوه شوم چې کیسه له پاسه خرابه شوې ده.

کپانه بي بي چې د عارف وزیر مور ده، وایي چې تر عارف مخکې مې دوه نور مشران زامن هم شهیدان شوي وو خو د هغوی مړینې دومره زجر نه دی ورکړی، څومره چې عارف ځورولې ده ځکه په خبره یې نوموړی د جرګو او مرکو سړی ؤ.

چې د دوو نورو مشرانو زامنو له شهادت څخه یې د عارف مړینې زیاتې ځورولې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.