The news is by your side.

هند ته د افغانستان ۱۵۰ ټنه وچه مېوه صادرېږي

خبریال وېب پاڼه/د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په خپل وروستي بیان کې وایي چې هند ته یې د وچې مېوې تازه صادرات پیلېږي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونه په خپل وروستي بیان کې وایي چې هند ته یې شاوخوا ۱۵۰ ټنه وچه مېوه صادرېږي، چې په څو پړاوونو کې به ترسره شي.

وروسته له هغه چې کرونا وبا د ټولې نړۍ ځمکه وپوښله، د افغانستان اقتصاد او سوداګري یې هم ډېره سخته اغېزمنه کړه چې په ملیونونو ډالره زیان هم دولت او هم خصوصي سکټور ته واوښت.

هند په سیمه کې د افغانستان ستراتیژیک دوست هېواد دی چې له نظامي چارو سربېره په سوداګریزه او اقتصادي برخه کې هم له افغانستان سره تودې اړیکې لري. دغه هېواد د کرونا وبا پر وړاندې هم له افغانستان سره ګڼې روغتیایي او طبي مرستې وکړې.

دوی په افغانستان کې د کرونا وبا له امله د را منځته شوي سوداګریز کړکیچ د حل لپاره هم له افغانستان سره د شاوخوا ۷۵ زره ټنه غنمو مرسته وکړه چې افغانستان ته په څو جوپو کې را ورسېدل او د اړوندو ادارو لخوا ځینې په بېوزلو وویل شول او یوه برخه یې زخیره کړل شول.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال محمد یونس مومند ویلي چې د دغې صادراتو لپاره ټول چمتووالی نیول شوی دی او په څو ورځو کې به دغه صادرات ترسره شي.

چابهار بندر د افغانسان او هندوستان تر منځ د سوداګریزو اړیکو یو پوخ او اغېزمن بندر بلل کېږي چې له فعالېدو سره یې د پاکستان پر ګوادر بندر باندې د افغانستان تکیه په نسبي توګه کمه شوې ده او تمه ده په را روانو پینځو کلونو کې د افغانستان لپاره په دغه بندر باندې د سوداګریزې راکړې ورکړې اړیکې نورې هم پخې او تودې شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې افغانستان چین ته هم د جلغوزیو یوه بکسه صادرات کړي وو. په دغه بکسه کې ۱۱۰ ټنه جلغوري چین ته صادر شوي وو.

د سوداګرۍ او صناعیو خونې مسؤلین وایي چې دوی هڅه کوي بهرنیو هېوادونو ته د وچې مېوې صادرات زیات کړي تر څو وکولی شي په هېواد کې بزګران وهڅول شي چې خپلو کروندو ته په سمه او سالمه توګه ادامه وکړي او د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې برخه وال شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.