شیفمن د کرونا مبارزې لپاره ۸ ملیونه ډالر رد کړل
خبریال وېب پاڼه/د ایوي شیفن په نوم یوه تنکي ځوان د کرونا لپاره داسې یو سایټ جوړ کړی او وایي چې سوداګریز اعلان په کې نه خپروم.
شیفمن ته د یوه شرکت لخوا د نوموړي په جوړ شوي سایت کې د یوه سوداګریز اعلان په بدل کې د ۸ ملیونه ډالرو د ورکړې وړاندیز شوی، خو نوموړي رد کړی دی او زیاتوي چې ما په دغه سایت جوړونه باندې زحمت ویستلی او نه غواړم د نورو په مالي امکاناتو یې وچلوم.
ایوي شیفمن د امریکا محتده ایالاتو اوسېدونکی دی. نوموړی وایي چې د سایټ په جوړولو یې ډېرې شپې رڼې کړې دي او زیاتوي چې یو ځل خو یې حتی پرلپسې ۵۰ ساعته متواتر کار پرې کړی دی.
د کرونا په راتګ سره د نړۍ په کچه سلګونه سایتونه فعال شول او ډېری نورو بیا په خپلو وېب پاڼو کې د ننه د کرونا وبا د معلوماتو لپاره وړې پتې پرانیستلې.
شیفمن ۱۷ کلن دی او تمه لري چې خپله وېب پاڼه به له مالي سرچینو پرته چلوي. که څه هم په ټوله نړۍ کې معمول دا دی چې خلک خپلې وېب پاڼې د سوداګریزو اعلانونو په پیسو باندې چلوي خو شیفمن د دغې کار برعکس په خپلو امکاناتو سایټ چلوي. د معلوماتو له مخې شیفمن ته د مایکروسافت کمپنۍ لخوا هم د کار وړاندیز شوی دی خو نوموړي ورته د رد ځواب ورکړی دی.
دغه ځوان د (nCoV2019.live) په نوم سایټ جوړ کړی چې د کرونا وبا په هکله ټول نړیوال او وروستي کره معلومات خپروي. په دغه وېب پاڼه کې ټول معلومات د روغتیا نړیوال سازمان او نورو دقیقو بنسټونو څخه سرچینه اخلي.
د شیفمن لخوا جوړ شوي سایټ اوس دومره شهرت موندلی چې هره ورځ ورڅخه تر ۳۰ ملیونو زیات وګړي لیدنه کوي او له معلوماتو څخه یې ګټه پورته کوي.
بزنس اکساندر مجلې ته شیفمن په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې زه لا تنکی یم او آته ملیونري ګټې ته اړتیا نه لرم. نوموړي زیاته کړې ده چې هڅه کوي خپله وېب پاڼه پرته له ګټې وچلوي.
نوموړي همداراز ویلي په سوداګریزو اعلانونو باندې به هغو کسانو ته د مزاحمت جوګه نه شي چې چټک انټرنېټ ته لاسرسی نه لري. دغه تنکی ځوان غواړي د کرونا پر وړاندې مبارزه کې خپل آنلاین چوپړ ته په خپل اوسني شکل ادامه ورکړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.