هراتي ډاکترانو یو ځل بیا د معاشونو پر ځنډېدو اعتراض کړی
خبریال وېب پاڼه/په هرات ولایت کې د کرونا پر وړاندې د مبارزې د لومړۍ کرښې ډاکتران د معاشونو د ځنډېدو له امله یو ځل بیا اعتراض ته راوتلي دي.
د هرات ولایت شاوخوا ۲۰۰ هغو ډاکترانو چې په کرونا وبا د اخته کسانو درملنه کوي، یو ځل بیا په احتجاجي توګه اعتراض ته را وتلي دي او له حکومت څخه غواړي چې معاشونه یې ورکړي تر څو خپلې کورنۍ ستونزې پرې حل کړي.
څه د پاسه یوه اونۍ وړاندې هم دغې ډاکترانو شکایت کړی ؤ چې شاوخوا دوې میاشتې کېږي چې دوی ته معاشونه نه دي ورکړل شوي او په وینا یې دې حالت له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د هرات ولایت د کرونا وبا لپاره د ځانګړي شوي لابراتوار ډاکترانو خبریالانو ته په احتجاجي ډول ویلي چې دوی ته د تېرو دوو میاشتو معاشونه نه دي ورکړل شوي او په وینا یې که د دوی غمه و نه خوړل شي، کار به پرېږدي او لابراتوار به هم وتړل شي.
دا لومړی ځل نه دی چې د کرونا پر وړاندې مبارزې لپاره ځانګړي شوي پرسونل ورته شکایت کوي، تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې ورته ستونزې رسنیزې شوې وې.
هرات هغه ولایت دی چې د هېواد په کچه په لومړي ځل په کې د کرونا ویروس مثبته پېښه ثبت شوه. په دغه ولایت کې د کرونا ویروس په خورا چټکۍ خپور شو چې په کمه موده کې یې ورڅېرمه ولایتونه او بیا ټول هېواد ته ورڅخه سرایت وکړ.
ویل کېږي اوس شاوخوا ۲۰۰ ډاکترانو اعتراض کړی دی چې د دوی معاشونه نه ورکول کېږي. که څه هم تېره اونۍ د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند هم د دغه ولایت د ډاکترانو ستونزه تائید کړې وه او ویلي یې وو چې ډېر ژر به د دوی د معاشونو ستونزه حل شي خو د یوې بلې اونۍ پ
د هرات ولایت شاوخوا ۲۰۰ هغو ډاکترانو چې په کرونا وبا د اخته کسانو درملنه کوي، یو ځل بیا په احتجاجي توګه اعتراض ته را وتلي دي او له حکومت څخه غواړي چې معاشونه یې ورکړي تر څو خپلې کورنۍ ستونزې پرې حل کړي.
ه تېرېدو سره هم دغه ستونزه حل شوې نه ده.
د کرونا وبا په راتګ سره د عامې روغتیا وزارت زرګونه نور روغتیایي پرسونل هم په دندو وګمارل تر څو د دغې وبا پر وړاندې مبارزه کې کوټلي ګامونه واخلي.
تر اوسه افغانستان سره د کرونا پر وړاندې مبارزې ه سلګونه ملیونه ډالره مرسته اعلان شوې ده چې له یو شمېر هېوادونو څخه وار له مخې را رسېدلې هم ده خو تر دې مهاله په روغتیایي چارو کې ګڼې ستونزې لیدل کېږي او د روڼتیا او شفافیت یو شمېر بنسټونو هم په دې وروستیو کې په حکومت باندې توندې نیوکې کړې دي. دوی وایي چې حکومت نه دی توانېدلی د کرونا پر وړاندې د شویو مرستو سم مدیریت وکړي.
که څه هم د عامې روغتیا وزارت د دغې ستونزې په هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی خو د هرات د عامې روغتیا ریاست وایي چې ډېر ژر به دغه ستونزه حل کړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.