هیبت الله؛ امریکا دې د سولې تړون ته ژمنه پاتې شي

خبریال وېب پاڼه/د وسله والو طالبانو مشر ملا هیبت الله له امریکایي لوري غوښتي چې د سولې تړون ته ژمن پاتې شي.

د طالبانو مشر ملا هیبت الله د اختر په پلمه په یو غږیز پیغام کې له امریکایي لوري غوښتي چې د سولې شوې هوکړې ته ژمن پاتې شي او په دې هڅه کې له دوی سره نورو هڅو ته دوام ورکړي.

هیبت الله په خپل خپاره کړي غږیز پیغام کې د افغان حکومت په هکله ځانګړې یادونه نه ده کړې خو ویلي یې دي چې دوی به له امریکایي لوري سره خپلو مذاکراتو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له امریکا سره تر سولې او اوربند وروسته دغې ترهګرې ډلې په افغانستان کې خپلو بریدونو ته شدت ورکړی دی او له امریکا سره تر تړون وروسته یې په هېواد کې سلګونه ملکیان ته مرګ ژوبله اړولې ده.

حکومت په کراتو په دغه وسله واله ډله باندې د تاوتریخوالي د کمولو غږ وکړ خو نه یوازې کمی په کې را نغی بلکې ملکیانو او افغان ځواکونو ته یې د تلفاتو ګراف نور هم لوړ کړ. همدا لامل ؤ چې تېره اونۍ په کابل او ننګرهار کې له خونړیو پېښو سره سم چې حکومت یې پړه پر وسله والو طالبانو واچوله، اشرف غني امنیتي ځواکونو ته د ترهګرو پر وړاندې د تهاجمي بریدونو امر وکړ.

د وسله والو طالبانو مشر ملا هیبت الله په خپل غږیز پیغام کې ویلي چې د سولې تړون په هکله د دوی او امریکا ګټه په دې کې ده چې عملي ګامونه اوچت کړي، خو په ورته وخت کې دغې ترهګرې ډلې په افغانستان کې له امنیتي ځواکونو سربېره په عامه تاسیساتو د بریدونو امر هم ورکړی دی.

تېره اونۍ د کوټې شورا څخه خبریال ته په را رسېدلو معلوماتو کې ویل شوي وو چې د دغې وسله والې ډلې نظامي مشرانو طالبانو ته امر کړی چې پّ افغانستان کې په عامه تاسیساتو باندې هم بریدونه پیل کړي.

تېره اونۍ د افغانستان لپاره تر ټولو خونړۍ هغه وه چې تر سلو زیات افغانان په کې په شهادت رسېدلي وو.

ملا هیبت الله له افغان حکومت سره د بین الافغاني خبرو او سولې په هکله په خپل غږیز پیغام کې یادونه نه ده کړې خو ویلي یې دي چې دوی په افغانستان کې د یو اسلامي نظام د حاکمیت لپاره خپلې مبازې ته دوام مورکوي.

طالبان داسې مهال له امریکایي لوري د سولې تړون ته د ژمنتیا غوښتنه کوي چې په دې وروستیو کې د امریکا او ناټو ځینو نظامي افسرانو دغې ترهګرې ډلې ته یو ځل بیا د هوایي بریدونو د پیل ګواښ کړی ؤ.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

Privacy & Cookies Policy