The news is by your side.

تخار کې ۱۵ پاڅون کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

خبریال وېب پاڼه/ په تخار ولایت کې ۱۵ تنه ولسي پاڅون کوونکي د وسله والو طالبانو په برید کې وژل شوي او ټپیان دي.

د تخار امنیه قومندانۍ ښاغلی اسیر ویاند خبریال ته وايي، چې طالبانو تېره شپه شاوخوا یوه بجه د تخار ولایت خواجه غار ولسوالۍ لاله ګذر سیمه کې د پاڅونوالو پر پوستو بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۹ پاڅون وال شهیدان شول او ۶ تنه نور ټپیان شول.

اسیر زیاتوي چې یاده وسله واله جګړه د طالبانو او ملک تاتار نومي قومندان کسانو ترمنځ شوې ده.

په دې نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو کره شمېره یې نه ده معلومه.

په تېرو څو اوونیو کې په ځانګړي توګه د روژې میاشتې په رسېدو سره هېواد کې جګړه هم زیاته شوې ده.

طالبانو بیا د کوټې او پېښور شورا له لوري په افغانستان کې پر ملکي او نظامي وګړو او تأسیساتو د بریدونو کولو امر تر لاسه کړی او په دې وروستیو څو ورځو د وسله والو طالبانو له لوري پر ملکي او نظامي تأسیساتو بریدونه خورا زیات شوي.

بل لور امریکا د بین الافغاني خبرو د ژر پیلېدو لپاره پر مهال وېش بحث کوي او له افغان حکومت او طالبانو غواړي چې د بندیانو د خوشې کولو لړۍ ګړندۍ کړي، څو د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره ژر فرصت رامنځته شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.