The news is by your side.

د اختر لمونځ دې په کورونو کې اداء شي

خبریال وېب پاڼه/ افغانستان د حج او اوقافو وزارت هېوادوالو ته سپارښتنه کړې، که چېرې پر کرونا ویروس یا کووېډ١٩ ناروغۍ اخته وي یا پر دې ناروغۍ د اخته کېدو وېره لري، نو کولی شي چې د اختر لمونځ د اداء لپاره جوماتونو ته ولاړ نه شي.

د حج او اوقافو وزیر عبدالحکیم منیب یادې څرګندونېېنن د روغتیا ویز فېروز الدین فېروز سره په یوه خبري ناسته کې وکړې.

د حج او اوقافو وزیر ښاغلي منیب د جګړې له ښکېلو غاړو د کوچني اختر د درداوي په مناسبت د اوربند او مخامخ خبرو ته د کېناستلو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز هم له هېوادوالو څخه وغوښتل، چې د کرونا ویروس یا کووېډ١٩ ناروغۍ نه د خوندیتوب په موخه دې اختر په خپلو کورونو کې تېرې کړي او له تګ راتګږڅخه دې ډډه وکړي.

په همدې حال کې د هرات د جامع جومات خطیب مولوي مجیب الرحمن اصاري، له خلکو وغوښتل چې د ډاکټرانو لارښوونې دې عملي کړي او د اختر مبارکۍ لپاره دې کورونو ته د ورتګ پر ځای د مبایل له لارې مبارکي وکړي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تر دې وړاندې یې د کرونا ویروس د مسلماناو لپاره رحمت بللی و.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو ورځو کې په هېواد د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر خورا مخ پر لوړېدو دی، تر دې دمه په ٩ زره کسانو کې د دې ویروس مثبتې پېښې ثبت شوي او که خلک احتیاط ونه کړي شمېر ورځ تر بلې نور هم پر لوړېدو دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.