The news is by your side.

د طالبانو او القایدې د پرېکون هېڅ تضمین نشته

خبریال وېب پاڼه/لانګ وار ژورنال په خپله وروستۍ ګڼه کې په یوه مقاله کې کاږي چې هېڅ داسې تضمین نشته چې د طالبانو او القایده خپلو کې اړیکې سره پرې کړي.

لانګ وار ژورنال ورځپاڼه د طالبانو او امریکا تر منځ شوي تړون ته په اشاره وایي چې هېڅ داسط تضمین نشته چې طالبان به له اقایده سره خپلې اړیکې پرې کړې.

په دغه وسله واله ډلې باندې وروسته سله هغه نړیوال باور نور هم کمېږي چې له امریکا سره د سولې له تړون وروسته یې په افغانستان کې خپلو بریدونو ته شدت ورکړی دی او تر دې مهاله یې سلګونه افغانان په شهادت رسولي دي، چې په یوه لویه برخه کې یې داعش او نورې ترهګرې ډلې هم شاملې دي.

لانګ وار ژورنال ورځپاڼه هم په خپله مقاله کې له امریکا سره د سولې له تړون را په دې خوا په افغانستان کې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو لخوا د جګړې د ګرمېدو یادونه کوي او زیاتوي چې وسله والو طالبانو له امریکا سره د سولې په تړون کې له نورو ترهګرو ډلو سره د مبارزې تضمین ورکړی خو برعکس په دغه هېواد کې ترهګریز بریدونه په کم سارې توګه زیات شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د امنیت شورا لخوا په تازه ارقامو کې راغلي وو چې وسله والو طالبانو د روژې مبارکې میاشتې په وروستۍ اونۍ کې شاوخوا ۲۵ ولسي وکړي شهیدان کړي او ۸۹ نور کسان یې ټپیان کړي هم دي.

که څه هم د روژې په پیل کې د حکومت په ګډون یو شمېر اسلامي هېوادونو په وسله والو طالبانو باندې غږ وکړي چې تاوتریخوالی کم او د روژې مبارکې میاشتې په خاطر اوربند وکړي خو دغې ترهګرې ډلې په وار وار د رد ځواب ورکړ.

د سرچینې په حواله پر طالبانو باندې هېڅ داسې باور نه شي کېدی چې دوی به له القایده سره خپلې اړیکې وشلوي. دوی د ملګرو ملتونو لخوا خپاره شوي راپور ته په اشاره کاږي، په داسې حال کې چې ترکمنستان د اسلامي تجریک په ګډون د القایدې ځینې نورې ډلې د طالبانو په لیکو کې د اسلامي امارت د بیا ژوندي کولو لپاره جنګېږي، نو څه ډول دا باور کېدی شي چې دواړې ډلې چې له یو بل سره ژورې اړیکې او ګډې موخې لري، له یو بل سره دې اړیکې پرې کړي.

لانګ وار ژورنال همداراز وایي چې طالبانو له امریکا سره د تاوتریخوالي د کمولو ژمنه کړې وه، خو یوازې د یوې اونۍ په ېرېدو سره دغې ډلې خپلو تهاجمي او خونړیو بریدونو ته د امریکایانو په شتون کې دوام ورکړ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.