The news is by your side.

باور ځواک تر روژه وروسته هم له اړمنو سره مرستي کوي

خبریال وېب پاڼهباور ځواک د ننګرهار او کونړ پر درې زره کورنيو خوراکي توکي ووېشل. دا مرستې په داسې مهال ووېشل شوې چې د یادو سيمو خلک له يوې خوا له لسیزو جګړې، فقر او بې کارۍ څخه ځورېدل او له بلې خوا د کورونا ویروس له کبله کرنتین د دوی د روژه ماتي سترخوان په پشپړه توګه بې روزي کړی و.

د ننګرهار ولایت د کوټ د ولسوالۍ يوه معلول د مرستو د ترلاسه کولو پر مهال خبریال وېب پاڼې ته وویلهمدا لومړی ځل دی چې زما سره مرسته کېږي او يوازې همدغه مرسته زما کورنۍ ته خواړه وي“.

باور ځواک د خپل فعاليت له پیل سره سم په ټول هېواد کې د بې وزله او اړمنو کورنيو د ثبت برنامه پيل کړه او دا لېستونه يې د کورنيو او نړيوالو مرستندویو ادارو او اشخاصو سره شریک کول پیل کړل چې له دې جملې د ننګرهار او کونړ د درې زرو بې وزله او اړمنو کورنيو لېستونه د جي پي شرکت سره شریک کړل او یاد شرکت په يوه اوونۍ کې د باور ځواک د رضاکارانو پر مټ هرې بې وزلې کورنۍ ته اوړه، دال، بُره او غوړي ورکړل.

د کورونا ویروس چې تر اوس مهاله په ټوله نړۍ کې شاوخوا پینځه نیم ميلوانه کسان په اخته دي او د دوه نیم لکو شاوخوا کسان د ياد ويروس له کبله مړه شوي. په افغانستان کې په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر لس زرو ته او د مړو شمېر دوه سوه او شلو ته رسېږي.

د باور ځواک د بې وزلو سره د خوراکي توکو او عامه پوهاوي د مرستو تر څنګ د نورو شتمنو هېوادوالو تشویق دی تر څو يوې خواته د بې وزلو لاس نيوی وشي او له بلې خوا د رضاکارانو دود رایج شي.

د باور ځواک مشر نجیب آزاد وايي چې له روژې وروسته به یې هم د مرستو لړۍ روانه وي . ښاغليآزاد زیاته کړه :

« سره له دې چې موږ ټول د يوه ګډ کور (نړۍ) اوسېدونکي یوو او د یو بل مرسته مو اخلاقي او وجداني مسؤولیت دی، اما دا مسؤولیت د دې ګډ کور تر بل هر وګړي د دې کور د اوسېدونکی دی. زموږ مرستي به د اختر وروسته هم رواني وي او تر هغو به دې کار ته دوام ورکوو چې تر څو مو په هیواد کې هر وګړی پر پښو نه وي اودرېدلی . »

کار پوهان وايي چې افغانستان يو جنګ ځپلی هېواد دی چې د جګړې د ناخوالو تر څنګ له غربت، بې سوادۍ او اداري فساد څخه هم شپه او ورځ کړېږي. فلهذا، د نړۍ د هر وګړي مسؤولیت په عام ډول او د افغانانو مسؤولیت په خاص ډول دا دی چې دا ملت له دې ناخوالو وژغوري، بې له شکه چې کورونا ویروس ټوله نړۍ د يوه ستر ناورین سره مخ کړې او د نړۍ پر اقتصاد یې خورا منفي اغېز کړی. خو، افغان ولس یاد ناورین ته اصلا امادګي نه درلوده ځکه چې د له بده مرغه د افغانستان شپیته سلنه ولس د غربت تر کچې په لاندې وضېعت کې ژوند کوي، او افغان دولت نه هغه امکانات لري، نه ظرفیت او نه هم هوډ چې د کرنتین په شپو ورځو کې دې د خپل ولس لاسنيوی وکړي.

درې اوونۍ وړاندې د باور ځواک خيریه بنسټ رامنځته شو چې په ټول هېواد کې شاوخوا يوولس نیم زره رضاکار غړي لري. باور ځواک تر اوسه په لاندې برخو کې د زرګونو کورینو سره مرسته کړې.

روغیتا او روغتيا پالنه.

د خوارکي توکو مرسته.

د حفاظتي کېټونو مرسته.

عامه پوهاوی.

له روغتونو څخه څارنه.

له دولتي مرستو څخه څارنه.

ستراتيژۍ جوړنه.

د روغتيايي آدرسونو ارزونه او راپور جوړونه.

په یاد ويروس د اخته کسانو دقیق ارقام راغونډول.

د ياد ویروس په هکله نړیوال معتبر مواد راغونډول، ژباړل، ترتیبول او خپرول.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance