حکومت کرونا سره مبارزه کې مدني ټولنو سره مرسته نه ده کړې

خبریال وېب پاڼه/ د کرونا سره د مبارزې لپاره د ځانکړې شوې بودجې د لګښت څرنګوالي په اړه اندېښنې.

د فساد سره د مبارزې کمېټه وايي حکومت تدارکاتي او برنامې پلي کېدو په بهیرونو کې مدني ټولنې سره لازمه مرسته نه ده کړې.

د فساد سره د مبارزې او حکومتولۍ کمېټه خبرداری ورکوي چې که چېرې مدني ټولنه د کرونا سره د مبارزې امر په برخه کې څارونکی رول ونه لري مالي فساد به زیاتوالی ومومي.

د دې کمېټې ځینې غړي وايي چې حکومت د کرونا ویروس مهار کېدو له پاره تدارکاتي بهیر او برنامو په برخه کې د مدني ټولنې له فعالانو سره لازمه مرسته نه کوي او دا کار شاید د فساد او د غیرې معیاري خدمت رسونې ته زیاتوالی ورکړي.

د روڼیتا څار بنسټ ټینګار کوي چې که د مدني ټولنې غړي د کرونا ویروس سره د مبارزې په امر کې نمایشي رول ولري د کرونا سره مبارزې له پاره د توکو پېرلو جزییات له ښاریانو سره نه شریک کیږي.

د مدني ټولنې فعالان، د کوویډ١٩ پر وړاندې د مبارزې امر په برخه کې د څنډې کېدو له امله اندېښمن دي.

دوی وایي د څارنیزې ونډې محدود کېدو سره به یې د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې په برخه کې د توکو او تجهیزاتو پېر کې حکومتي بنسټونه لاس په فساد ووهي.

د حکومتولۍ کمېټه او د فساد پر ضد مبارزه چې د مدني بنسټونو ګډې ډلې څخه جوړه شوې ده په یوه راپور کې لیکلي دي، که چېرې د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې کار فساد سره وتړل شي، له یوې خوا به د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ شي او له بلې خوا به مرستې حیف او میل شي.

تر دا مهاله افغانستان سره نړیوال بانک څه باندې ١٠٠ میلیونه ډالر، د آسیا پراختیایي بانک ٤٠ میلیون ډالر، اروپایي ټولنې ١١٧ میلیون یورو او امریکا د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې لپاره ٣٥ میلیون ډالره مرسته کړې ده.

د افغانستان روڼتیا څار ډله وایي چې حکومت د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې او په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې مرستو لګولو څرنګوالي کې د مدني ټولنې فعالانو سره مشوره نه ده کړې او د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې لپاره یې د توکو او تجهیزاتو پېر په تړاو یې هم اطلاعات له دوی سره نه دي شریک شوي.

خو د ملي تدارکاتو اداره وایي چې د نوې طرزالعمل له مخې، د کرونا ویروس مبارزې لپاره د تجهیزاتو پېر په اړه د پیسو لګولو صلاحیت د ولایتونو سیمه اییزو چارواکو او مسؤول حکومتي بنسټونو ته ورکړل شوی دی.

د افغانستان د عدالت بنسټ مشر وایي چې په مرکز او ولایتونو کې د کرونا ویروس مبارزې امر په برخه کې د فساد احتمال ډېر زیات دی او حکومت د مدني ټولنې له فعالانو سره د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې په اړه همکاري نه ده کړي.

د کرونا ویروس ابزارو او تجهیزاتو پېر په اړه د اطلاعاتو خپرېدو لپاره د آسانتیاوو برابرول، د کووېډ١٩ ناروغۍ پر ضد د مبارزې امر په برخه کې د بېړنۍ بودجې نشر او د مرستو وېش کې روڼتیا درې هغه مهمې غوښتنې دي، چې د مدني ټولنې فعالان یې د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې روڼتیا لپاره اړین بولي.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

Privacy & Cookies Policy