The news is by your side.

ولي‌نن وزیرستان کې اختر وو؟‌

خبریال وېبپاڼه – مغولو پر وړاندې دافغاني دریځ پیاوړي ساتونکي بایزید روښان چې کله له کاني ګرم کلي څخه مبارزه پیل کړه نو د وزیرو، مسیدو، داوړو، اورمړو او ورکزیوله زر کسیز لښکر سره دننګرهار ولایت کوټ سیمې ته را وخوځیده او په ( تور راغه) سیمه کې یې سنګر ونیوه، د کوټ سیمې ( زربچه) کلي کې یې یوه فرعي مدرسه جوړه کړه چې له وزیرستان څخه د راغلیو زرو کورنیو زرتنه ماشومان په کې په درس بوخت شول .

زر بچه چې دکوټ ولسوالۍ وروستی کلی دی له همدې ځایه تر مومند تنګي پورې چې کوټ سیمه له سپین غر سره وصلوي د پیر روښان د جګړې د صف ارايي اصلي مرکز باندې بدل شو.
دګڼ شمیر تاریخي روایتو پر بنسټ ویل کیږي چې پیر روښان دمغلو پر وړاندې په تور راغه سیمه کې په مخامخ جګړه کې شهید شو.

پیړۍ پیړۍ وروسته یو ځل بیا د پیرنګي ښکیلاک په مقابل کې حاجي میرزا علي خان( فقیر ایپي) راپیدا شو، فقیر ایپي دومره مدبر شخصیت و چې له یوې خوا یې د پیرنګي لښکرو پر وړاندې تمام عیار جګړه پر مخ وړه له بله پلوه یې بې له کوم حکومتي او ډپلوماټیک چاینل څخه حتی له المانانو سره مذاکرات تر دې بریده بریالي کړل چې له فرانکفورت، مونیخ او ټیوبینګن څخه پر اسلحو بار الوتکې وزیرستان ته راغلې، داچې شاوخوا یوه نیمه پیړۍ وروسته د المان د ټیوبینګ پوهنتون په کتابتون کې د پیر روښان مشهور اثر ( خیرالبیان) قلمي نسخه وموندل شوه د المان او وزیرستان ترمنځ د یوې قوي هر اړخیزې اړیکه شاهدي ورکوي.

د (ګورویګ) نومی ځای کې حاجي میرزاعلي خان یوه ورځ پر داسې مهال د وزیرستان دمشرانو جرګه را غوښتې وه چې له پاسه پرې د بریتانوي هند الوتکو بمارونه کول، دا هماغه ورځ وه چې فقیر ایپي د وزیرستان د ازادۍ داعیه په تاریخ کې ثبت کړه مګر پر انګلیسي استعمار د پلورل شویو ملایانو د مداخلې له کبله هغه داعیه بریالۍ نه شوه.

نن په وزیرستان کې د ازادي غوښتونکو قومونو له خوا دکوچني اختر لمونځ وشو.
دا اقدام د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا (چې منظور پښتون، علي وزیر او محسن داوړ یې په رأس کې دي) وشو. دپښتون ژغورنې غورځنګ په سیمه کې د ټولو پلازمینو په بدنیتۍ پوهیدلی او دې پایلې ته رسیدلی چې د افغان واکمنۍ یوازینی محور به وزیرستان وي چې له سوات څخه تر دیر، باجوړ، خیبر، دره ادم خیل، اسماعیل خان دیرې، ټل، هنګو، او بالاخره تر وزیرستانه پورې د ډیورنډ استعماري کرښې دواړو لوریو ته پراته قبایل به یې لښکر وي.

دا کومه ساده خبره نه ده چې وزیرستان دې د اسلام اباد، کابل او ریاض پر خلاف په وزیرستان کې اختر ونمانځي بلکې دا اقدام ددې ثبوت ورکوي چې وزیرستان به په نیږدې راتلونکي کې د افغان واکمنۍ په اساسي محور بدلیږي.
وزیرستان به د قایدیاني پنجاب، رافضي ایران او وهابي سعودي پر ضد په خطه کې دافغان واکمنۍ مشعلدار او بیرغوال وي.

لیکوال : عبدالله پیکار

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.