خالد:‌افغان پوځ په وچه ډوډۍ هم هیواد ساتلای شي‌

خبریال ویب پاڼهدافغانسان ددفاع وزیر اسدالله خالد په ناببره توګه د هرات ښار په یوه بازار کې را څرګند شو ؛ او په دکانونو کې خریداريوکړه‌.

نوموړي په هرات ښار کې چې پلی روان وو یو شمېر ښاریانو ته د مخامخ خبرو پر مهال داډ ورکړ چې د هرات امنیت خوندي دی او امنیتيساتونکي یې د سر په بدل کې د خپل ولس ساتنه کوي .

هغه له خلکو وغوښتل چې د کرونا وبا سره بې احتیاطي ونه کړياو د اختر په ټولنیز واټن او د ډاکترانو په سپارښتنه ولمانځي .‌


اسدالله خالد چې اکثره وخت د ولایتونو په دورو بوخت وينن هم په ناڅاپي سفر هرات ته تللی او هلته یې دافغان پوځ له جزو تامونو او پوځ له سرتېرو او افسرانو سره لیدليدي .

ښاغليخالد د هرات له واليسره هم مهاله د ښار ځیني برخي وکتلې او په هرات کې پلی وګرزېدو .

د طالبانو د واکمنيله ړنګېدو را هیسته دا لمړنی دفاع وزیر دی چې په ښارونو کې پلی ګرزي .

که څه هم اسدالله خالد د طالبانو او پاکستان ښه نه ایسي او په هر حالت کې یې د راپر زولو او له منځه وړلو هڅه کوي ،خو د ولسواکي په دوو لسیزو کې نوموړی تر بل هر وزیر په یوه کال کې ولایتونو ته زیات سفرونه کړي او تر وزارت یې د پوځ او امنیتيادارو سره وخت تېرولو ته زیاته پاملرنه کړې ده .

اسدالله خالد چې له اره د پآکستان او طالبانو په ضد څېره مشهور دی تر دې وړاندي د ملي امنیت د لوی ریاست پر مهال په یوه ځانمرګي برید کې مرګونی ټپي شوی وو؛ خو تر رغېدلو وروسته یې هم امنیتي دنديته ادامه ورکړه او دافغانستان د دفاع وزیر وټاکل شو .

هغه وايي چې افغان سرتېري د دښمن د مقابلې توان لري او په وچه ډوډۍ هم افغانستان ساتلای شي‌.

نن یو ځل بیا اسدالله خالد دافغانستان ولس ته ډاډ ورکړ چې سرتېريد امنیت په خونديکولو کې بریالي دي ؛خو ولس دي د کرونا وبا له خاطره د ډاکترانو په سپارښتنه اختر ولمانځي .

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More