خالد:افغان پوځ په وچه ډوډۍ هم هیواد ساتلای شي
خبریال ویب پاڼه – دافغانسان ددفاع وزیر اسدالله خالد په ناببره توګه د هرات ښار په یوه بازار کې را څرګند شو ؛ او په دکانونو کې خریداري وکړه.
نوموړي په هرات ښار کې چې پلی روان وو یو شمېر ښاریانو ته د مخامخ خبرو پر مهال داډ ورکړ چې د هرات امنیت خوندي دی او امنیتي ساتونکي یې د سر په بدل کې د خپل ولس ساتنه کوي .
هغه له خلکو وغوښتل چې د کرونا وبا سره بې احتیاطي ونه کړي او د اختر په ټولنیز واټن او د ډاکترانو په سپارښتنه ولمانځي .
اسدالله خالد چې اکثره وخت د ولایتونو په دورو بوخت وي نن هم په ناڅاپي سفر هرات ته تللی او هلته یې دافغان پوځ له جزو تامونو او پوځ له سرتېرو او افسرانو سره لیدلي دي .
ښاغليخالد د هرات له والي سره هم مهاله د ښار ځیني برخي وکتلې او په هرات کې پلی وګرزېدو .
د طالبانو د واکمني له ړنګېدو را هیسته دا لمړنی دفاع وزیر دی چې په ښارونو کې پلی ګرزي .
که څه هم اسدالله خالد د طالبانو او پاکستان ښه نه ایسي او په هر حالت کې یې د راپر زولو او له منځه وړلو هڅه کوي ،خو د ولسواکي په دوو لسیزو کې نوموړی تر بل هر وزیر په یوه کال کې ولایتونو ته زیات سفرونه کړي او تر وزارت یې د پوځ او امنیتي ادارو سره وخت تېرولو ته زیاته پاملرنه کړې ده .
اسدالله خالد چې له اره د پآکستان او طالبانو په ضد څېره مشهور دی تر دې وړاندي د ملي امنیت د لوی ریاست پر مهال په یوه ځانمرګي برید کې مرګونی ټپي شوی وو؛ خو تر رغېدلو وروسته یې هم امنیتي دندي ته ادامه ورکړه او دافغانستان د دفاع وزیر وټاکل شو .
هغه وايي چې افغان سرتېري د دښمن د مقابلې توان لري او په وچه ډوډۍ هم افغانستان ساتلای شي.
نن یو ځل بیا اسدالله خالد دافغانستان ولس ته ډاډ ورکړ چې سرتېريد امنیت په خونديکولو کې بریالي دي ؛ خو ولس دي د کرونا وبا له خاطره د ډاکترانو په سپارښتنه اختر ولمانځي .
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.