The news is by your side.

د ۹۰۰ طالب بندیانو خوشي کېدل او د اوربند غځېدو هیلې

خبریال وېب پاڼه/وړمه ورځ د هېواد له یو شمېر زندانونو څخه شاوخوا ۹۰۰ طالب بندیان خوشي شول او طالبانو هم ورڅخه هرکلی وکړ.

پرون سه شنبه د ولسمشر د ځانګړي حکم له مخې د هېواد له ګڼو زندانونو څخه شاوخوا ۹۰۰ طالب زندانیان خوشي شول چې په ټوله کې به په نیږدې راتلونکي کې دا شمېر تر ۲۰۰۰ پورې ورسېږي. وسله والو طالبانو هم د دغې بهیر لپاره نرمښت ښودلی دی.

تر دې وړاندې هم افغان حکومت شاوخوا ۱۵۰۰ طالب بندیان خوشي کړي وو خو د دغې وله والې دلې لخوا په بریدونو کې کمی راغلی نه ؤ.

محمد اشرف غني وروسته له هغه دا اقدام کوي چې د وسله والو طالبانو لخوا کوچني اختر ته د دریو ورځو لپاره چې تېره ورځ پای ته ورسېد، اوربند اعلان شو. نوموړي په خپله اختریزه وینا کې وویل چې که طالبان اوربند وغځوي، حکومت هم چمتو دی چې اوربند وغځوي.

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي چې د وسله والو طالبانو لخوا نرمښت سولې ته هیلې زیاتې کړي دي او تمه ده په نیږدې راتلونکي کې بین الافغاني مذاکرات هم پیل شي.

حکومت هم په دې وروستیو کې د سیاسي بحران له منځه وړلو وروسته د سولې لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي. اشرف غني او د مصالحې شورا مشر ډاکتر عبدالله په ګډه له یو شمېر مشهورو سیاسي څېرو سره ناستې ولاړې زیاتې کړې دي.

تازه همدا نن ولسمشر غني د پخواني اجرائیه رییس له مرستیال او په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د عبدالله د ټاکنیزې ډلې له شریک محمد محقق سره کتلي دي او په هېواد کې یې د ورستیو سیاسي حالاتو او سولې په هکله خبرې کړې دي.

نن چهارشنبه چې اوربند هم پای ته رسېدلی دی، تر دې دمه د کومې خونړۍ پېښې راپور نه دی ورکړل شوی. که څه هم تېره ورځ په غزني کې د ښوونځي یو ښوونکی په شهادت رسېدلی دی او ځایي چارواکو یې پړه پر وسله والو طالبانو ور اچولې وه خو تازه د کوم برید خبر رسنیز شوی نه دی.

په دې وروستیو کې د امریکا لخوا هم د بین الافغاني مذاکراتو لپاره هلې ځلې زیاتې شوې دي او له اختر وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي قطر او یو شمېر نورو هېوادونو ته سفرونه وکړل تر څو د بین الافغاني مذاکراتو لپاره نوې نېټه غوره کړي.

نن قطر، ازبکستان، اندونیزیا، جرمني او ناورې هم په جل جلا اعلامیو کې په افغانستان کې د اوربند د مودې د غځېدو غوښتنه کړې ده.

یو شمېر سرچینو خبریال ته ویلي وو چې ښایي طالبان د اختر د دریو ورځو اوربند ۷ ورځو ته وغځوي او زیاته کړې یې وه چې په دې برخه کې د قطر او کوېټې طالب مشرانو هوکړه هم کړې ده خو په رسمي توګه دغه وسله والې ډلې کومه اعلامیه خپره نه کړه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance