The news is by your side.

جو بایډن ولسمشر ټرمپ ته د کم عقل خطاب وکړ

خبریال وېب پاڼه/وتلي امریکایي سیاستوال او د دغه هېواد را روانو ولسمشریزو تاکنو ته ولاړ نوماند جو بایډن ډونالډ ټرمپ ته د کم عقل خطاب وکړ.

د امریکا متحده ایالاتو را روانو ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ نوماند جو بایډن په خپلو ورستیو څرګندونو کې د دغه هېواد ولسمشر په ټوله معنا احمق او بې کاره بللی دی.

جو بایډن وروسته له هغه ډونالډ ټرمپ ته د بشپړ کم عقل خطاب وکړ چې نوموړی په خپلو لیدنو، او عامه ځایونو کې د کرونا پر وړاندې مبارزې لپاره له ماسک څخه کار نه اخلي. بایډن زیاتوي چې د یوه وتلي او مشر سیاستوال په توګه د کرونا په دې حساسو او خطرناکو شرایطو کې د ټرمپ لخوا د ماسک او نورو احتیاطي تدابیرو نه کارول د کم عقلۍ وروستی حد دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې امریکا د کرونا وبا تر سخت برید لاندې راغلې ده او تر اوسه یې د دغه هېواد تر یو لک زیات وګړي وژلي او تر یو ملیون او ۷۲۵ زره زیات کسان یې په کرونا وبا اخته شوي هم دي.

که څه هم په نړیواله کچه د کرونا وبا مثبتې پېښې او مړینې مخ پر ځوړ روانې دي خو په امریکا کې لا هم د مړینې او مثبتو پېښو ګراف صعودي روان دی. دې چارې امریکایي چارواکي او لوړ رتبه سیاسیون سخت اندېښمن کړي دي او له دوی څخه یوه لویه برخه یې پر ولسمشر ټرمپ نیوکې کوي چې د کرونا وبا په برخه کې یې سستي کړې ده او پر وخت اقدام یې کړی نه دی.

تېره اونۍ د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما هم پر ټرمپ نیوکې کړې وې چې د کرونا بحران په کابو کولو کې پاتې راغلی دی. د نوموړي تر څنګ جو بایډن هم په ځلونو ولسمشر ټرمپ ته د ملامتیا ګوته نیولې ده او زیاته کړې یې ده چې امریکا د کرونا له خطر وړاندې خبره وه او سره له دې چې ټرمپ ته یې د احتیاطي تدابیرو د پلان جوړونې ویلي وو خو په وینا یې نوموړي دا خبرې بابیزې نیولې وې.

جو بایډن په داسې حال کې له دوه میاشتني ځنډ وروسته یوې عمومي ناستې ته حاضر شو چې ماسک یې تړلی ؤ او خلکو ته یې وینا وکړه.

ټاکل شوې ده د روان زیږدیز کال په نومبر میاشت کې د امریکا ولسمشریزې تاکنې وشي چې تر ډېره د دې امکان شته چې جو بایډن او ټرمپ به د یو بل سرسخت سیالان وي.

جو بایډن په خپلو څرګندونو کې خلکو ته د کرونا پر وړاندې د ټولنیز واټن او نورو احتیاطي تدابیرو لارښوونې هم وکړې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance