The news is by your side.

سږ کال به په هلمند کې ٢٤,٥ ټنه شات تولید شي

lخبریال وېب پاڼه/ هلمند چې د هېواد د نورو ولایتونو په څېر یو کرنیز ولایت دى دا مهال دغلته د کرنې او مالدارۍ په برخه کې هڅې او هلې ځلې ګړندۍ شوي دي، چې د نورو برخو ترڅنګ په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې کار وبار هم غوړېدلی دی.

په هلمند کې له مچیو څخه د شاتو ایستلو وخت را رسېدلى او دلته د شته سلګونو فارمونو د مچیو حاصل د نورو کلونو په پرتله زیات ښودل شوی دی.

د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې د دې ولایت د شاتو مچیو په تولید کې د تېرکال په پرتله اووه سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د ښاغلي الکو په خبره د هلمند د کرنې ریاست په همکارۍ د دې ولایت بزګرو او بڼوالو ته د شاتو مچیو روزنې ډېر شمېر فارمونه جوړ شوي دي، چې د زرګونه کیلو شاتو د تولید ترڅنګ یې مچۍ اوس دوه برابره تکثیر او زیاتې شوي دي.

د هلمند د کرنې رییس وایي، چې په دې ولایت کې به سږ کال ۲۴.۵ ټنه شات تولید شي، چې د تېر کال په پرتله اووه سلنه زیاتوالی ښیي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال په هلمند ولایت کې ۱۷.۵ مټریک ټنه شات تولید شوې وه.

په دې وروستیو کلونو کې په هلمند کې د شاتو مچیو د ساتلو دود وده کړې او هغه شمېر کسان، چې په دې ولایت کې د مچیو فارمونه لري، وايي چې د شاتو مچیو په ساتلو سره یې تر ډېره اقتصادي ستونزې هوارې شوې دي او له همدې لارې د خپل ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره کوي.

په دې ولایت کې د شاتو مچیو لرونکي وايي، چې د شاتو مچۍ په کم وخت کې توليد پیلوي او دغه راز د شاتو د مچیو ساتل د اقتصاد له پلوه د ارزښت وړ ګڼل کېږې، ځکه د شاتو مچیو په روزلو سره د زیات شمېر کسانو په ژوند کې مثبت بدلون راغلی دی.

د هلمند په سیمه اییزو بازارونو کې په منځنۍ کچه د یوه کیلو ګرام شاتو بیه ۷۰۰ افغانۍ ده.

د دې ولایت شات د کابل په ګډون یو شمېر نورو ولایتونو کې هم پلورل کیږي.

په هلمند کې په داسې حال کې د شاتو په تولید کې زیاتوالی راغلی، چې د کرنې وزارت له خوا د دې ولایت د شاتو مچیو د روزنې له فارم لرونکو سره مرستې او همکارۍ کیږي.

د دغو مرستو څخه د کرنې وزارت موخه د شاتو د تولید د کچې د زیاتولو ترڅنګ د کورنیو اقتصادي وده او د دوی په اقتصادي وده کې دوامداره مرسته ده.

د شاتو مچۍ ساتل په افغانستان کې مخینه لري او په دې وروستیو کې یې پرمختګ کړی.

افغانستان کې د شاتو له مچیو په دوو فصلونو کې ګټه اخیستل کېږي.

د افغانستان سوچه شات په کور دننه او له هېواده بهر په ميليونونه پېرېدونکي لري.

افغانستان د شاتو مچيو روزلو او شاتو توليد لپاره مناسبه هوا او چاپيريال لري او دا د دې لامل شوې، چې په دې هېواد کې د شاتو مچيو روزلو صنعت ورځ تر بلې وده وکړي.

افغانستان کې د بدخشان، تخار، بلخ، هلمند، پنجشير، ننګرهار، پروان، کاپيسا، غزني او هرات ولايتونو شات تر نورو ډېر نوموتي شات دي.

د شاتو مچيو روزلو لپاره تر ډېره غرنۍ سيمې او هغه سيمې چې پاکه هوا، طبيعي بوټي او ګلان ولري غوره بلل کيږي، چې په يادو سيمو کې د روزل شويو مچيو شات تر نورو ښه کيفيت لرونکي او غوره شات دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.