The news is by your side.

افغان ځواکونو سره خپلې مالي او روزنیزې مرستې غځوو

خبریال وېب پاڼه/په دې وروستیو کې د امریکایي چارواکو او ناټو لخوا د امریکایي سرتېرو د ژر تر ژره ویستلو خبرې ډېرې تودې شوې دي.

د ناټو سازمان لخوا په وروستۍ خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سازمان به له افغانستان سره د امریکایي پوځیانو له وتلو وروسته هم د افغان ځواکونو روزنې او مالي ملاتړ ته دوام ورکړي.

وروسته له هغه چې د امریکا د ولسمشر لخوا په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د اوږد مهاله ماموریت د ختمولو لپاره خبرې تودې شوې دي چې یو شمېر هغه سازمانونه چې په افغان جګړه کې له امنیتي ځواکونو سره په مرسته کې ښکېل دی، وایي چې دوی به د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته هم په افغانستان کې د امنیتي سرتېرو په روزنه او مالي ملاتړ کې خپل رغنده رول ته دوام ورکوي.

یو شمېر سیاسي شنونکي په دې باور دي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې هڅه کې دی چې د را روانو ولسمشریزو ټاکنو لپاره خپل دریځ پو کړي، له همدې کبله غواړي له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي خو په ورته وخت کې ځینې جګپوړي امریکایي جنرالان په دې باور دي چې په اوسني حساس وخت کې د افغانستان پرېښودل طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ته د ترګریزو فعالیتونو فرصت په لاس ورکول دي چې دا به سیمې او نړۍ ته ډېر ګران تمام شي.

د ناټو سازمان مرستیال سرمنشي میرسیا جیوانا پرون پنجشنبه له افغانستان سره د یو شمېر مرستندویه هېوادونو له استازو سره په ویډیویي کانفرانس کې وویل چې که له افغانستان څخه ناټو ځواکونه وځي، له دغه هېواد سره د مرستې بهیر باید دوامدار پاتې شي.

په دغه ویډیویي کانفرانس کې ناټو او یو شمېر نور مرستندونه سازمانونه له افغانستان سره په راتلونکي کې د سلا مشورو تر څنګ د افغان ځواکونو په روزنې او مالي ملاتړ باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې افغان ځواکونه به یوازې نه پرېږدي.

د دغه کانفرانس مشري چې د سویلي آسیا لپاره د د نړیوال بانک مرستیال کوله، له افغانستان سره د مرستیو پر څرنګوالي باندې هر اړخیز بحث وشو.

د ناټو سازمان مرستیال سرمنشي له افغان خواکونو سره د مرستو او روزنې په بهیر ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې له افغانستان سره له نیږدې او په ګډه کار وکړي.

وړمه ورځ د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر په یوه وینا کې وویل چې له افغانستان څخه د امریکایي خواکونو وتل دومره قوي امکان نه لري او په خبره یې د دغه هېواد اړتیاو ته په کتو په ګام پورته کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.