The news is by your side.

چابهار له لارې هند ته ٤٨٠ ټنه صادراتي توکي لېږدول شوي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان ٤٨٠ ټنه صادراتي توکي د کندهار له لارې چابهار او له هغه ځایه هند ته لیږدول شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي د چابهار بندر له لارې د افغان توکو د صادراتو کچه زیاته شوې ده.

د دغې خونې د معلوماتو پر اساس، اوس تازه ۴۸۰ ټنه صادراتي توکي د کندهار له لارې چابهار او له هغه ځایه هند ته لېږدول شوي دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي هند له افغان سوداګرو غوښتي چې د غنمو د لېږد تشو کانټینرونو کې خپل توکي ځای پر ځای کړي.

اوس ټاکل شوې ده چې د هند د کمکي غنمو تنو کانټینرونو کې هم افغان داخلي تولیدات نوې ډیلي ته انتقال شي.

چابهار بندر هند ته د افغان توکو د لېږد یو مهم بندر بلل کیږي.

هغه بندر چې ځیني یې افغانستان ته د پاکستان د بندرونو بدیل بولي.

خو دغه بندر پر ایران د امریکا د بندیزونو له امله له یو لړ ستونزو سره هم مخ دی.

د دغه بندر له لارې د پيسو لېږدول یوه له دغو ستونزو نه ده.

د کانونو او صنایعو خونه وایي پېرېدونکي نه شي کولی چې د سوداګرۍ پیسې دغه بندر کې انتقال کړي.

افغان سوداګر د خپلو پیسو ترلاسه کولو لپاره په میاشت انتظار باسي.

د پاکستان د واګه بندر هم د افغانستان او هند ترمنځ د توکو د لېږد را لېږد لپاره غوره بندر بلل کیږي، خو پاکستان پوځیان وخت نا وخته دغه بندر کې ستونزې جوړوي.

په همدې حال کې په هېواد او نړۍ کې د کرونا ویروس له خپرېدو سره سوداګرۍ هم زیانمنې شوې.

د افغانستان او یو شمېر هېوادونو سوداګریزې اړیکې په ټپه درېدلي خو اوس حکومت هڅه کوي، د هېوادونو سره بېرته سوداګریزې لارې خلاصې کړي او یو ځل بیا خپلې سوداګریزې راکړې ورکړې او صادرات او واردات پیل کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.