The news is by your side.

بیزو ګانو له روغتون نه د کرونا د ناروغانو وینه تښتولې

خبریال وېب پاڼه/د هند په یوه ایالت کې د بیزو ګانو یوې ډلې په روغتون برید کړی او د کرونا وبا د ناروغانو د وینې سېمپلونه یې تښتولي دي.

د هند پلازمېنې نوي ډیلي ته څېرمه په میرت سیمه کې د بیزو ګانو یوې ډلې وروسته له هغه پر یوه روغتون یرغل ور وړی چې په دغه روغتون کې د کرونا وبا د ناروغانو د وینې معاینات کېږي. ویل کېږي بیزو ګانو د ګڼو کسانو د وینې سېمپلونه له ځان سره وړي دي.

هند یوه ګڼ توکمې او مذهبي ټولنه ده چې یو شمېر ادیان یې بیزو ګانو ته هم درناوی کوي. ویل کېږي د بیزو ګانو له خوا تښتول شوې نمونې د کرونا یو بل مرکز ته د لېږدول کېدلې خو تر هغې وړاندې چې یوړل شي، د شادي ګانو یوې ډلې له روغتن څخه ې دي.

دا پېښه پرون جمعه نوي ډیلي ته څېرمه میروت سیمه کې د بیزو ګانو لخوا را منځته شوې ده. ویل کېږي په دې وروستیو کې د بیزو تر منځ هم د کرونا ویروس د خپرېدو وېره زیاته شوې ده. تېره میاشت د امریکا په متحده ایالاتو کې هم په ځینو څارویو کې د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

په ټویټر او ځینو نورو ټولنیزو رسنیو کې یوه وېډیو زیاته لاس په لاس کېږي چې د یوې بیزو لخوا د وینې د معاینې یو بوتل تر سترګو کېږي چې هڅه کوي خولې ته یې واچوي. د هند ګڼو خلکو په دې کار اندېښنه څرګنده کړې ده او زیاتوي چې دا د هندیانو او بیا د څارویو لپاره د خطر یو بل زنګ دی چې کولی شي د کرونا ویروس په چټکۍ سره خپور کړي.

بیزو ګانې د هند په بېلا بېلو سیمو کې شته دي او د میرت سیمې پولیس وایي چې ډېری وخت بیزو ګان په دغو سیمو کې سړکونو او عامه واټونو ته را وځي او له خلو څخه د موبایل په ګډون نور خوراکي توکي تښتوي.

که څه هم په میرت کې د پولیسو چارواکي وایي چې بیزو ګانو د وینې معایناتو ته زیان نه دی رسولی او په وینا یې دوی بېرته ورڅخه اخیستلې دي خو یو شمېر اندېښنه لري چې په دې ډول حالاتو کې به بیزو ګان د کرونا د لېږد یوه بله وسیله جوړه شي.

د روغتیا پالانو په وینا په بیزو ګانو کې یو ډول یې له انسان سره په معافیتي سیستم کې زیات ورته والی لري او همدا لامل دی چې تېره میاشت په امریکا او ځینو نورو هېوادونو کې د کرونا ضد واکسینو ازموینه پرې وشوه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance